-
پاکستان له افغان طالبانو سره پر خبرواترو ټینګار وکړ
Dec 13, 2024 10:37د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د لیندۍ پر ۲۲مه، په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې هېواد یې له افغان طالبانو سره تعامل او د «پاتې مسایلو» په تړاو خبرواترو ته ژمن دی.
-
د نجونو پر طبي زده کړو د طالبانو بندیز به بشري بحران لا زیات کړي
Dec 13, 2024 10:30ملګرو ملتونو د ډسمبر په ۱۲مه خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د نجونو پر طبي زده کړو باندې د طالبانو بندیز به په دغه هېواد کې موجود بد بشري کړکېچ لا بد کړي.
-
افغانستان د خبریالانو لپاره د تر ټولو بدو هېوادونو په کتار کې شامل شو
Dec 13, 2024 10:11د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي چې افغانستان د رسنیو د آزادۍ له پلوه د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو او سیمو په منځ کې ۱۷۸ ځای خپل کړی.
-
ایرواني د افغان کډوالو په اړه له ایران سره د نړیوالې ټولنې پر مرستو ټینګار وکړ
Dec 13, 2024 09:20په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي په ایران کې د څه دپاسه شپږ میلیونو افغان کډوالو شتون ته په اشارې سره، په دې برخه کې له تهران سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار وکړ.
-
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر په یوه چاودنه کې ووژل شو
Dec 11, 2024 11:54سرچینې وایي، د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د کډوالو چارو سرپرست نن په یوې چاودنه کې ووژل شو.
-
روسیې له تور لیسته د طالبانو ایستل تصویب کړل
Dec 11, 2024 10:44له اوږده ځنډ وروسته د روسیې د پارلمان یا دوما استازو جرګې پرون سې شنبې هغه لایحه تصویب کړه چې حکومت ته لاره هواروي چې د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لیست څخه وباسي.
-
د افغانستان سفارت به طالبانو ته و نه سپارل شي
Dec 07, 2024 03:05د ناروې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې ویلي، اوسلو به د افغانستان سفارت طالبانو ته ونه سپاري.
-
طالبان دې هغه وسله والې ډلې مهار کړي چې پاکستان ته ګواښ پېښوي
Dec 06, 2024 12:53د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي چې، اسلام اباد یو ځل بیا طالبان هڅوي چې د هغو «ترهګرو ډلو او بنسټونو» پر ضد ګام واخلي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.
-
بهرنيو دولتونو په افغانستان کې په نږدې هر هدف کې ماتې خوړلې
Dec 06, 2024 12:35د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزیره انګلا مېرکل ویلي چې بهرنيو دولتونو په افغانستان کې د قانون د حاکمیت او د ښځو د حقونو د مسئلو په ګډون، په نږدې هر هدف کې «ماتې» خوړلې ده.
-
اروپايي ټولنې د طبي زدهکړو په مؤسسو کې د نجونو پر زدهکړو بنديز وغانده
Dec 05, 2024 04:41اروپایي ټولنې پرون په یوه بیانیه کې د طالبانو دا پرېکړه چې په د طبي زدهکړو په مؤسسو کې یې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز لګولی دی، په کلکه وغندله او دا یې د بنسټیزو بشري حقونو یوه بله وحشتناکه سرغړونه وبلله.