-
د افغانستان حکومت دې د رسندویو آزادي وساتي
Nov 29, 2024 09:47په افغانستان کې د ملګروملتو د سیاسی نمایندګۍ دفتر(یوناما)د افغانستان له طالب چارواکو غوښتي څو د رسندویو آزادي دې وساتي.
-
پاکستان یو ځل بیا دافغانستان له حدودو د ترهه ګرو داستفادې د دریدا غوښته وکړه
Nov 27, 2024 02:47د پاکستان د پوځ دعمومی اړیکو ادارې آئي ایس پي آر یوه اعلامیه خپره کړې او وئیلي ئې دي ، ددغه هیواد امنیتی ځواک پرون دافغانستان له حدودو د پاکستان خاورې ته د نفوذ لپاره د ترهه ګرو دیوې ډلې هڅه شنډه کړې ده. په دغې اعلامیې کې راغلي دي، د پاکستان شمالي وزیرستان په سرحدي سیمې کې د پاکستان په خاورې د سپيرو ګانونو د کیښودو لپاره د ترهه ګرو هڅه ناکامه شوې او د پاکستانیو پوځیانو په عملیاتو کې درې ترهه ګر هلاک شوي دي.
-
د حضرت امام رضا په حرم کې د افغانستان د طالبانو پلاوی
Nov 26, 2024 10:24د افغانستان د طالبانو د حکومت د فواید عامه وزارت د ریل پټلۍ معین او دټرانسپورټي وزیر مرستیال په مشهد مقدس کې په شتون سره د حضرت امام رضا علیه السلام د سپیڅلی حرم له زیارته مشرف شو.
-
افغانستان له ایران سره هر ډول ملګرتیاته تیار دی
Nov 26, 2024 09:57د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران د سفارت له نوي مشر سره همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ
-
د پاکستان په پاراچنارکې په نښتو کې اتیا کسان قرباني شول
Nov 25, 2024 12:34په تیرې پنجشنبې ورځي د پاکستان د کورمې ضلعي په مندوریو ، اوچت او بګن سیمو کښې د طوري او د بنګښ قوم د شیعیانو په دوو سوو مسافری ګاډو چې له پاره چناره پیښور ته او دغه راز له پیښور څخه پاره چنار ته روان وو، وسلوالو ترهه ګرو له مخکې د پلان شوي پروګرام په اساس له دواړو خواؤ پر دغو مسافری ګاډو ناتار جوړ کړ او د شپږو میاشتو ،اتو میاشتو او یولسو میاشتو درو ماشومانو پشمول پنځه ماشومان او اوه میرمنو سره یوځاي کابو ۴۳ کسان شهیدان او دغه راز په لسګونو نور هم پکې ټپیان شول.
-
په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ايران پر همکاریو ټینګار شوی دی
Nov 23, 2024 01:50د افغانستان د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، ایران ته د خپل سفر په بهير کې د مشهد له والي او یو شمېر ایراني او افغان سوداګرو سره د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنايعو، کانونو او کرنې په خونه کې کتلي دي.
-
د اوبو ښه مدیریت د سرپرست حکومت مسئولیت دی
Nov 23, 2024 01:44د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په اوسنيو شرایطو کې له نړۍ سره د سیالۍ او د اقتصادي ودې لپاره د اوبو ښه مدیریت یو ملي مسئولیت ګڼي.
-
د کورمې په بګن او اوچت کې دپوځ په سرپرستۍ کې پر کانوائۍ ترهه ګرو بیا برید کړی او د لسګونو مسافرانو وینه ئې وبهوله
Nov 21, 2024 12:13د کوزې کورمې علیزئ روغتون ته د ۲۵ شهیدانو جنازې او لسګونو نور ټپیان رسول شوي دي چې وئيل کیږي، په روغتون کې د درملنې لپاره د ددرملو او تجهیزاتو د نه شتون له امله ځیني ټپیانو ژوند هم مرګي حاله راپور شوی دی.
-
ایران د چابهار له لارې له آزادو اوبو سره دافغانستان د نښلولو هڅه کوي
Nov 20, 2024 01:27په افغانستان کې د ایران سفیر ووئيل، د ایران د جنوب ختیځ چابهار بندر په پراختیا سره به د سمندر نړیوالو اوبو ته د افغانستان لاس رسي لا زیات آسان شي.
-
افغانستان او د ایران له مېلمه پالنې قدرداني
Nov 18, 2024 10:40د افغان طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي، په تېرو څلورو لسيزو کې له ميليونونو افغان کډوالو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د مېلمه پالنې له امله د قدردانۍ ترڅنګ، ټينګار کړی چې کابل د بنديانو د لېږدونې په برخه کې له ايران سره همکارۍ ته ژمن دی.