-
بې نقابه امریکا
Nov 13, 2022 10:59د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو په پیل کې درته د امریکادتیرې اونۍ ځينو مهمو سیاسی اقتصادي، ټولنیزو پيښو ته یوه لنډه شان کتنه کوو او بیا مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته ... نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د امریکا په انتخاباتو کښې ریپبلیکن ګوند مخکی دی
Nov 10, 2022 01:20سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا د ویسکانسین ایالت د ریپلیکن ګوند سناتور په خپل ډیموکراټ سیال باندې بریالی شو او همدا اوس ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې مخکی دی.
-
د بحرین سیاسي مشر د انتخاباتو په بایکاټ ټینګار وکړ
Nov 10, 2022 01:04د بحرین د جمعیت اسلامي ګوند د مشر مرستیال عبدالله صالح وویل: له انتخاباتو سره په مخالفت کولو کښې د بحرین د ملت په څنګ کښې ولاړ یوو او په ټولو سوله ییزو رودو سره د انتخاباتو له ماتي سره د مخامخ کولو هڅه کوو.
-
د کانګرس په مینځ پړاوه انتخاباتو کې درای اخستونکي سسټم خرابی د درغلۍنښه ده
Nov 09, 2022 04:01د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ د امریکا د کانګرس د ۲۰۲۲کال د مینځ پړاوه انتخاباتو کې د رای د اخستو په ځینو مرکزونو کې په خرابي پسې ددغو انتخاباتو شفافوالی تر پوښتنې لاندې وروست.
-
د بحرین ستر سیاسي ګوند انتخابات بایکاټ کړي
Nov 06, 2022 10:35زمونږ خبریال وايي د بحرین الوفاق الوطني الاسلامي ګوند د ال خلیفه رژیم لخوا د پارلمان د جعلي انتخاباتو د بایکاټ کولو لپاره نهویشت دلیلونه اعلان کړل.
-
د اسرائیلو په انتخاباتو کښې د خلکو ګډون کم دی
Nov 02, 2022 01:38ایرنا خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژیم د لیکوډ ګوند مشر بنیامین نتانیاهو چې داسې ښکاري د دغه رژیم د پارلمان په انتخاباتو کښې د رایو ورکونکو د ګډون په کمیدا اندیښمن دی له خپلو پلویانو وغوښتل چې په انتخاباتو کښې پراخ ګډون وکړي.
-
رئیسي د عراق د نوي ولسمشر د غوره کیدو مبارکي وویله
Oct 14, 2022 01:43د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عراق حکومت او ولس ته د دغه هیواد د نوي ولسمشر د انتخاب کیدو مبارکي ورکړه
-
د حزب اسلامي مشر د انتقالي حکومت د جوړیدا غوښتنه وکړه
Oct 03, 2022 01:13تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو موقته حکومت ته په هیواد کښې د انتقالي حکومت د جوړولو لپاره یو نوی اوه ماده ییز پلان وړاندې کړ.
-
د لبنان حزب به امریکا ته اړونده ولسمشر و نه مني
Sep 30, 2022 02:35زمونږ خبریال وايي د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا مشر سید هاشم صفي الدین وویل دغه غورځنګ به اجازه ورنکړي داسې ولسمشر دې انتخاب شي چې په امریکا پورې اړونده وي.
-
د افغانستان د ماليې وزرات خبر ورکړی چې په هېواد کې د بې اسناده موټرو د ثبت او محصول لړۍ پيل شوه.
Sep 20, 2022 00:33د افغانستان د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي مشر احمد ولي حقمل ویلي چې د افغانستان په لویو ښارونو، کلیو او بانډو کې ډېر داسې موټر ګرځي چې د امنیتي او جنايي پېښو د رامنځته کېدو او د ماليې وزارت د عوایدو له لاسه وتلو سبب کېږي.