-
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ملخانو پراخ برید ۱.۲ میلیونه ټنه غنم له منځه وړي
Jun 20, 2023 12:49د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ملخانو د پراخ برید په اړه خبرداری ورکړی او ویلي چې ملخان د ۴۸۰ میلیونو ډالرو په لګښت ۱،۲ میلیونه ټنه غنم، چې د دغه هېواد د کلني حاصلاتو نږدې څلورمه برخه ده، له منځه وړي.
-
لوېدیځ ته غیر قانوني کډوالي د امریکا او اروپا د غلطو سیاستونو له امله ده
Jun 20, 2023 11:15د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د مدیترانې په اوبو کې د سلګونو کډوالو د یوې کشتۍ د ډوبېدو په غبرګون کې ټینګار وکړ، لوېدیځ ته د غیر قانوني کډوالۍ رېښه د امریکا او اروپا په غلطو سیاستونو کې ده.
-
د افغانستان له خلکو سره مرسته؛ د ملګرو ملتونو د استازي او کاظمي قمي د خبرو محور
Jun 20, 2023 10:58په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال او د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په کابل کې لیدنه او خبرې وکړې.
-
روسیې په افغانستان کې د امریکا د جنګي جنایتونو د څېړلو غوښتنه وکړه
Jun 20, 2023 10:26د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۳مه غونډه کې د روسیې پلاوي په افغانستان کې د امریکا له خوا د ترسره شویو جرمونو په اړه د معلوماتو د راټولولو او څېړنو د دوام غوښتنه وکړه.
-
په جنین کې مقاومت د دښمن ګواښونو ته روښانه ځواب ورکړی
Jun 20, 2023 08:32د حماس غورځنګ دغه لوړپوړي غړي وویل، په جینین کې د صهیونیسټي رژیم پرضد د مقاومت د اتلانو مقابله، په لوېدیځه غاړه کې د دښمنانو د پرلپسې ګواښونو پروړاندې ښکاره ځواب دی.
-
د سرپرست حکومت پر ضد پروپاګند روان دی
Jun 20, 2023 08:05طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه غونډه کې په افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو په تړاو د وړاندې شوي راپور په اړه تند غبرګون ښودلی دی.
-
سرپرست حکومت دې له ځنډ پرته د ښځو پر وړاندې بندیزونه لرې کړي
Jun 20, 2023 07:48د ملګرو متلونو سازمان د بشري حقونو شورا په غونډه کې چې پرون په جینوا کې جوړه شوه، ګډونوالو یې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
-
ایران افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو کې اسانتیا راوستې
Jun 20, 2023 07:38په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت چارواکي وایي چې سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
-
د دښمنانو جنګ به د دیني عالمانو په رول لوبونې سره بې اثره شي
Jun 20, 2023 03:17د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو وزیر ټینګار وکړ چې د ایران دښمنان چې له سخت اوزاري جنګه نهیلې شوې دي، ترکیبي جنګ ته یې مخه کړې خو دغه جنګ به هم د دیني علماؤ په رول لوبونې سره بې اغیزې شي.
-
د افغانستان طالبانو له اسلام آباده وغوښتل چې پاکستاني کډوال ورستانه کړي
Jun 20, 2023 02:54د طالبانو حکومت له افغانستان څخه خپل هیواد ته د پاکستان ي کډوالو د ستنیدو وښتنه کړې ده.