-
د ایران او افغانستان ترمینځ دې د اوبو مسئله باید په تفاهم سره حل شي
May 20, 2023 07:39د ایران د اسلامی جمهوریت دکورنیو چارو وزیر ټينګار وکړ، د ایران او افغانستان ترمینځ د اوبو موضوع باید په تفاهم او مشورو سره حل شي. په افغانستان کې د ایران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي هم وئيلي دي ،که ثابته شي ، په ډیم کې اوبه شته او طالبان دایران حقابه نه ورکويو نو دوي باید ځواب ووائي. هغه زیاته ک ړې ده ایران له بل هر یوه هیواده لازیات د افغانستان د ولس خدمت کړی دی او بیا هم دغو خدمتونو ته دوام ورکوي.
-
طالبانو د ایران مسلکي پلاوو ته د هیرمند د اوبو د ارزولو اجازه نه ده ورکړې
May 19, 2023 13:02په داسي حال کې چي طالبانو د هیرمند د سیند د اوبو کمېدا د ایران د اوبو د ونډې د نه ورکولو لامل بولي لیکن د ایران مسلکې پلاوو ته د دغه سیند د اوبو د کچې د ارزولو اجازه نه ده ورکړې.
-
پاکستان سره د ګډو پروژو د ترسره کولو بهیر پیل شوی
May 19, 2023 12:58د ایران خارجه وزیر پاکستان سره د ګډو سرحدي بازارونو او دې هیواد ته د برق د صادرولو د پروژې پرانیستلو ته په اشارې سره، اعلان وکړ چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د ګډو پروژو بهیر پیل شوی دی.
-
ایران او روسیه د ازادو سوداګریو د هوکړې په لټه کې دي
May 19, 2023 12:57د ایران د سوداګریو د پراختیا د سازمان مشر اعلان وکړ چي ایران او روسیه غواړي چي د ازاد تجارت هوکړه لاسلیک کړي چي له مخې به یې د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګرۍ کچه خورا لوړه شي.
-
د جي اووه ډلې هیوادونه دې د ایټمي وسلو د ممنوعیت تړون لاسلیک کړي
May 19, 2023 12:53په داسي حال کې چي جاپان د جي اووه ډلې د هیوادونو د غونډې کوربه توب کوي د دې هیواد د سره صلیب کمیټې د یاډې ډلې څخه غوښتنه وکړه چي د ایټمې وسلو د ممنوعیت تړون لاسلیک کړي.
-
چین د اوکراین د شخړې لورو ته د هر ډول وسلو د استولو تور رد کړ
May 19, 2023 12:18په ملګرو ملتونو کې د چین د استازی مرستیال اعلان وکړ چي هیواد یې د اوکراین او روسیې تر مینځ هیڅ یو ښکېل لورې ته وسلې نه دي ورکړي.
-
د مرکزي اسیا د هیوادونو د ځمکني بشپړتیا، خپلواکی او امنیت ته درناوی په ضرورت د چین ټینګار
May 19, 2023 12:15د چین ولمسمشر تېره ورځ د مرکزي اسیا د هیوادونو له مشرانو سره په غونډه کې، د یادو هیوادونو د ځمکني بشپړتیا، خپلواکی او امنیت ته د درناوی په ضرورت ټینګار وکړ.
-
د امریکې په لاسوهنو باندې د ترکیې نیوکې
May 19, 2023 12:13د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د واشنګټن په لاسوهونکو سیاستونو باندې په نیوکې سره، وویل: امریکا نه غواړي په ترکیې کې ډموکراسي برقراره شي.
-
یونیسف پر ښځینه کارکونکو د بندیزونو سربېره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
May 19, 2023 12:00په افغانستان کې د یونیسف استازی وايي، د طالبانو د سرپرست حکومت له حکم سره سره چې د ښځو کار منع کړی، د ملګرو ملتونو د دغه دفتر ښځینه کارکوونکو په دغه هېواد کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي دي.
-
هلمندیان د بشري مرستو له ناعادلانه وېش څخه شکایت کوي
May 19, 2023 11:58هلمند کې یو شمېر بېوزله کورنۍ د بشرې مرستو له ناسم وېش څخه شکایت کوي او وايي کومې مرستې چې په دغه ولایت کې ويشل کیږي، مستحقو کورنیو ته نه ورکول کېږي، بلکې هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې حکومت کې کسان ولري .