ایران افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو کې اسانتیا راوستې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134668-ایران_افغان_سوداګرو_ته_د_ویزو_ورکولو_کې_اسانتیا_راوستې
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت چارواکي وایي چې سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
(last modified 2023-06-20T03:10:59+00:00 )
Jun 20, 2023 07:38 Asia/Kabul
  • ایران افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو کې اسانتیا راوستې

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت چارواکي وایي چې سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، د دغه سفارت چارواکي زیاتوي، سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې بهیر له آسانه کولو موخه، د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ده.

ځينې افغان سوداګر بیا د ایران سفارت د دغې چارې ستاینه کوي خو هیله‌من دي چې له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې نورې ستونزې هم حل شي.

ایران ته د پیسو لېږد او د افغاني توکو د صادارتو کموالی، هغه ستونزې دي چې سوداګر یې په تړاو اندېښنه څرګندوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې په دې کې د افغانستان د صادارتو کچه ډېره کمه ده.

مخکې تر دې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولینو ویلي وو، تمه ده چې په روان لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاو د برابرولو په موخه، د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه شي.