په جنین کې مقاومت د دښمن ګواښونو ته روښانه ځواب ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i134676-په_جنین_کې_مقاومت_د_دښمن_ګواښونو_ته_روښانه_ځواب_ورکړی
د حماس غورځنګ دغه لوړپوړي غړي وویل، په جینین کې د صهیونیسټي رژیم پرضد د مقاومت د اتلانو مقابله، په لوېدیځه غاړه کې د دښمنانو د پرلپسې ګواښونو پروړاندې ښکاره ځواب دی.
(last modified 2023-06-20T04:04:41+00:00 )
Jun 20, 2023 08:32 Asia/Kabul
  • په جنین کې مقاومت د دښمن ګواښونو ته روښانه ځواب ورکړی

د حماس غورځنګ دغه لوړپوړي غړي وویل، په جینین کې د صهیونیسټي رژیم پرضد د مقاومت د اتلانو مقابله، په لوېدیځه غاړه کې د دښمنانو د پرلپسې ګواښونو پروړاندې ښکاره ځواب دی.

د شهاب نیوز ویب پاڼې د راپور له مخې، د حماس د سیاسي دفتر مرستیال «صالح العاروري» د سه شنبې په شپه ټینګار وکړ چې د بیت المقدس نیواکګر رژیم باید له هر ډول حماقت څخه مخکې، زر ځله فکر او حساب وکړي.

العاروري زیاته کړې، موږ نتانیاهو ته خبرداری ورکړی، چې الاقصی جومات ته هر ډول زیان، له اور سره لوبې کول دي او د فلسطین ملت او اتل مقاومت به له مسجد الاقصی څخه دفاع ته دوام ورکړي، که څه هم په دې لاره کې ډېر قربانیان ورکړي.

د حماس دغه لوړپوړي غړي څرګنده کړه: د حماس غورځنګ د دښمن پروړاندې د مبارزې په ډګر کې د مقاومت او د ټولو ډلو د مبارزینو پر یووالي ویاړي او د فلسطین د خلکو او د هغوی د شهیدانو او ټپیانو قربانۍ به هېڅکله بې ځوابه پاتې نه شي.