د افغانستان طالبانو له اسلام آباده وغوښتل چې پاکستاني کډوال ورستانه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134660-د_افغانستان_طالبانو_له_اسلام_آباده_وغوښتل_چې_پاکستاني_کډوال_ورستانه_کړي
د طالبانو حکومت له افغانستان څخه خپل هیواد ته د پاکستان ي کډوالو د ستنیدو وښتنه کړې ده.
(last modified 2023-06-19T22:28:52+00:00 )
Jun 20, 2023 02:54 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د طالبانو حکومت له افغانستان څخه خپل هیواد ته د پاکستان ي کډوالو د ستنیدو وښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت له افغانستان څخه خپل هیواد ته د پاکستان ي کډوالو د ستنیدو وښتنه کړې ده.

دا غوښتنه په داسې حال کښې ده چې په پاکستاني مهاجرینو کښې د پاکستان تحریکِ طالبان د ځواکونو له شتون او د افغانستان د تخار ولایت دشت قلا ولسوالۍ ته ترې د ۳۲۰ کسانو له منتقلیدو څخه د افغانستان د طالبانو اندیښنې په رسنیو کښې خپرې شوې دي.

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پرون د پاکستان له حکومت او د مهاجرت له نړیوال سازمانه وغوښتل چې خپل هیواد ته د پاکستاني کډوالو د ستنیدو زمینه برابره کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند «عبدالمتین قانع » وویل: خپل هیواد ته د پاکستاني کډوالو د نه ستنیدو په بڼه کښې به طالبان هڅه وکړي چې په افغانستان کښې د هغوي حقوق تامین کړي.