د سرپرست حکومت پر ضد پروپاګند روان دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134674-د_سرپرست_حکومت_پر_ضد_پروپاګند_روان_دی
طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه غونډه کې په افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو په تړاو د وړاندې شوي راپور په اړه تند غبرګون ښودلی دی.
(last modified 2023-06-20T03:38:39+00:00 )
Jun 20, 2023 08:05 Asia/Kabul
  • د سرپرست حکومت پر ضد پروپاګند روان دی

طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه غونډه کې په افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو په تړاو د وړاندې شوي راپور په اړه تند غبرګون ښودلی دی.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو او غربي بنسټونو له ادرسه د سرپرست حکومت پر ضد پروپاګند روان کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د وضعیت په اړه د «ریچارډ بنټ» راپور بې بنسټه او په خبره یې، دا کار له اسلام سره د هغوی ستونزه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه غونډه کې له افغان مېرمنو څخه پر نړیوال ملاتړ ټینګار شوی.

یادې ناستې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتو ځانګړي ریپورټر «ریچارډ بنټ» له افغان مېرمنو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړی او له نړیوالو ټولنې څخه یې غوښتي چې په داسې وضیعت کې د افغان مېرمنو تر څنګ ودرېږي.

په همدې حال کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د توپیري چلند په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې مشرې «دوروټي ایسترادا» هم ویلي چې په داسې سختو شرایطو کې باید افغان مېرمنې هیرې نه شي.

په دې ناسته کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم برخه اخیستې وه او په افغانستان کې یې د مېرمنو د حقونو په ورکړه ټینګار کړی.