-
عراق ته د ایران په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی
Jan 15, 2024 09:50د ایران او عراق د سوداګرۍ د ګډې خونې یوه غړي په تېرو ۱۰ میاشتو کې عراق ته، د ایران په صادراتو کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.
-
په کاپیسا او بامیانو کې دوو ځوانانو ځان وژنه کړې ده
Jan 15, 2024 09:34د بامیانو سیمه ایز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه ۱۶ کلن هلک د ځانوژنې خبر ورکوي.
-
د کندهار له طب پوهنځي څخه ۸۷ تنه ډاکټران فارغ شول
Jan 15, 2024 09:21د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ په همدې موخه مراسم جوړ شوي وو.
-
افغانستان لا هم د لوږې او خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دی
Jan 15, 2024 08:48د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، افغانستان لا هم د لوږې او خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دی.
-
په لوګر کې یوې راډیو خپرونې پیل کړې
Jan 15, 2024 08:38د افغانستان په لوګر ولایت کې د سرپرست حکومت سیمه ایز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د «راډیو عینک» په نوم یوې راډیو خپرونې پیل کړې دي.
-
ایران ته د هندوستان د خارجه وزیر سفر
Jan 14, 2024 11:57د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر «سوبرا مانیام جایشانکر» Jaishankar تهران ته په دوه ورځني سفر کښې د خپل ایراني همرتبه حسین امیر عبداللهیان په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت له یوشمیر جګ پوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله خبرې اترې او ملاقاتونه کوي.
-
د فلسطین حالاتو، نړۍ ته د اسرائیلي رژیم څېره ور وپېژندله
Jan 14, 2024 02:27د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې د صهیونیسټانو د پښې نښې د سیمې په ډېرو کړکېچونو کې لیدل کېدی شي وویل: د فلسطین له حالاتو یوه پرده لیرې شوه او د اسرائیلي رژیم بڼه یې ټولې نړۍ ته په ډاګه کړه.
-
د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د نیوزیلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه
Jan 14, 2024 01:37د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د آسیا اوقیانوس په سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې، د نیوزیلنډ د ویل چیر باسکټبال ملي لوبډلې ته د ۳۷-۷۷ په توپیر ماتې ورکړه.
-
مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د پاکستان مخالفو ډلو له رهبرانو سره ليدلي
Jan 14, 2024 01:28پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون ليکلي چې داسې راپورونه شته چې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د سفر پر مهال د «تحریک طالبان پاکستان» له مشر نور ولي محسود او د «تحریک جهاد پاکستان» په نوم له ټي ټي پي د بېلي شوې ډلې له مشر حافظ ګل بهادر سره ليدلي دي.
-
کرونا ویروس تېره میاشت په نړۍ کې ۱۰ زره کسان مړه کړي
Jan 14, 2024 01:17د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو له ډېرېدو اندېښنه ښودلې او ویلي چې تېره میاشت په نړۍ کې د دغه ویروس له امله، نږدې ۱۰ زره کسان مړه شوي دي.