-
ویټکاف له ایران سره د اوږد مهال ډیپلوماټیک حل په اړه امیدواري څرګندوي
Oct 20, 2025 10:39د منځني ختیځ په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی سټیو ویټکاف، هیله څرګنده کړې چې واشنګټن له ایران سره یو اوږد مهاله ډیپلوماټیک حل ولري.
-
د ټرمپ پر اقتصادي مدیریت د عامه باور بېساری کمښت
Oct 19, 2025 12:08پارس ټوډې - د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې د اقتصادي محبوبیت تر ټولو ناوړه وضعیت سره مخ دی، تر دې چې ۵۵ سلنه امریکایان د هغه له اقتصادي فعالیتونو سره مخالف دي.
-
ولې صهیونیسټي رژیم د غزې اوربند د تړون دویم پړاو ځنډولو په لټه کې دی؟
Oct 19, 2025 11:52پارس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر ادعا وکړه چې د غزې جګړه به یوازې، د اوربند د تړون په دوو پړاوونو کې د بشپړ پلي کېدو او د اسرائیلي اسیرانو د بیرته ستنېدو او د حماس د بې وسلو کولو په څېر شرطونو له تحقق وروسته، پایته ورسېږي.
-
د صبر ونې میوه ونیوله؛ له اسارت څخه تر بیا واده پورې یوه مینهناکه کیسه
Oct 19, 2025 09:51پارس ټوډې - فلسطیني آزاد شوی اکرم ابوبکر چې درې عمري بندونو باندې محکوم شوی وو، له کلونو اسارت وروسته، په قاهره کې له هغې ښځې سره واده وکړ چې یو وخت یې د مینې له امله طلاقه کړې وه؛ هغه ښځه چې د ۲۳ کلونو لپاره یې په ایمان او صبر سره د هغه د خلاصون په تمه ودرېده.
-
له سیوري تر صحنې؛ مارکو روبیو او له مادورو سره د واشنګټن جګړه
Oct 19, 2025 08:40پارس ټوډې - د امریکا د حکومت په زړه کې، د ونزویلا په اړه د دې هېواد د سیاست د لارې د ټاکلو لپاره، یوه پټه سیالي روانه وه؛ یوه داسې سیالي چې ښکاري د جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو پکې بریالی شوی او اوس په واشنګټن کې د پریکړو په کولو کې کلیدي رول لوبوي.
-
د بشرحقونو نړیوال بنسټ: پر ملکیانو برید د پاکستاني پوځ ښکاره جنګي جرم دی
Oct 18, 2025 10:41د بشر حقونو نړیوال بنسټ پر پکتیکا د پاکستاني پوځ لخوا د کرکټ پر لوبغاړو برید په کلکو ټکو غندلی دی.
-
کرزی: پاکستان دې د خپل خیر لپاره پر افغانستان بریدونه بند کړي
Oct 18, 2025 10:22د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د یادو بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
-
طالبان: د پاکستان پر وړاندې له نويو تحرکاتو ډډه کوو
Oct 18, 2025 09:59د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دوحه کې د دوی د مرکچي پلاوي د درناوي ساتلو لپاره له پاکستاني ځواکونو سره له نويو نښتو څخه ډډه کوي.
-
د طالبانو دفاع وزیر او د استخباراتو رییس له پاکستاني پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته سفر کړی
Oct 18, 2025 09:54د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق له پاکستاني پلاوي سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللي دي.
-
فلسطیني چارواکي پر نړیوالې ټولنې د دوه ګوني معیار له امله نیوکه وکړه
Oct 18, 2025 08:58پارس ټوډې - د فلسطین د مرستې او ژغورنې سازمان ویاند په غزه کې د شهیدانو د جسدونو په اړه د نړیوالې ټولنې بې پروايۍ ته په اشارې سره، د نړیوالې ټولنې پر دوه ګوني معیار نیوکه وکړه.