-
د را پور جوړولو پر مهال په خبریال د زمري حمله
Dec 03, 2023 13:30د ایران هېواد، د تهران په صفا دښت سیمه کې یو خبریال چې د ژوبڼ یا باغ وحش په اړه ژوندی را پور یې وړاندې کوه، پرې د ژوبڼ زمري حمله کړې چې له امله یې خبریال سخت ټپي شوی دی.
-
له فیس بوک اکاونټ او ستاسې لسګونو پیجونو کې په یو وخت کې پوست کول
Dec 03, 2023 07:35د میټا شرکت ورځ تر بلې پخپلو ایپونو کې نوښتونه رامنځته کوي، تازه یې داسې نوښت رامنځته کړئ چې په یو وخت کې تاسې کولای شئ، په اکاونټ کې د پوسټ کولو پر مهال ستاسې ټولو پیجونو یا صفحو کې هم پوسټ وکړئ.
-
د ویټنام هیواد میرمنه پنځوس کاله په اوبو ژوندۍ ده
Dec 02, 2023 09:38زمونږ خبریال راپور راکړی د ویټنام هیواد پينځه اویا کلنې میرمنې ادعا کړي ده چې دې له تیرو پنځوسو(۵۰) کلونو راهسې یوازې د اوبو او د جوسونو په څښلو سره ژوندۍ ده او دې هیڅ ډول ډوډۍ نه خوري.
-
یوې میرمنې د ۴۰ زره ډالرو په ارزښت د خوراک لپاره ډوناټس تښتولي
Dec 02, 2023 09:14په اسټرالیا کې یوې میرمنې، هغه موټر تښتولی چې په کې د څلوېښت زره امریکایي ډالرو په ارزښت لس زره د خوراک ډوناټس یا کیک ته ورته خوراکي توکې اېښودل شوي وو.
-
یوه میرمن د اوه فوټه او نهه اینچو اوږدو وېښتنو په درلودلو نړیوال ریکارډ خپل کړ
Dec 02, 2023 09:01د هندوستان هېواد یوې ۴۶ کلنې میرمنې له تېرو ۳۲ کالونو راهیسې خپل وېښتان هیڅ ندي کم کړی او د اوه فوټه او نهه اینچو اوږدو وېښتانو په درلودلو سره یې نړیوال ریکارډ خپل کړ.
-
په واټساپ کې نوی نوښت
Dec 01, 2023 04:10په واټساپ کې د خونديتوب او راز ساتنې په موخه چټ لپاره کوډ معرفي شو.
-
په یو واټساپ ایپ کې د دوو اکاونټونو جوړولو طریقه
Nov 30, 2023 11:58د میټا کمپنۍ اړوند واټساپ روانه میاشت کې د یوه ټیلیفون په یو واټساپ ایپ کې د دوو اکاونټونو جوړولو فیچر معرفي کړ.
-
ټیک ټاکر د مرګ په سزا محکوم شو
Nov 30, 2023 10:50د محمد نیاز په نوم یو مشهور ټیک ټاکر د غلا او قتل په جرم د مرګ په سزا محکوم شو.
-
په برتانیا کې یو جعلي ټکسي چلوونکي په ښځو جنسي تېري کول
Nov 30, 2023 10:04د ناظم اسمل په نوم یو ۳۴ کلن کس چې په برتانیا کې یې په ښځو د جنسي تېري په موخه په جعلي ډول ټیکسي چلوله، تر معلومیدو وروسته نیول شوی دی.
-
امریکا کې یږې ممپلي غلا کړل او موټر ته یې تاوان اړولې
Nov 30, 2023 09:13د امریکا په کولوراډو ایالت کې یوه وږې یږې په یوه موټر کې د کېښودل شویو ممپلیو د غلا کولو لپاره موټر تباه کړ.