-
په بریتانیا کې د پارسی ژبې او ادبیاتو د پراختیا لپاره د ملویل کورنۍ د علمي هڅو ستاینه
May 17, 2025 08:40پارس ټودي - په انګلستان کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر، د پروفسور چارلز ملویل او د هغه د مېرمنې ډاکټرې فیروزه ملویل سره وکتل او د پارسی ژبې او ادبیاتو د پراختیا لپاره یې د دغو دوو نامتو شخصیتونو د علمي او کلتوري هڅو ستاینه وکړه.
-
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره کابل ته ځي
May 16, 2025 10:17د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر، مراد نورتلیو، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي سره په ټلفوني خبرو کې ویلي چې ډېر ژر به کابل ته رسمي سفر وکړي.
-
جي شنکر له امیرخان متقي سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه ټلفوني خبرې کړي
May 16, 2025 09:57د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په تړاو ټلفوني خبرې کړې دي.
-
د طالبانو مشرتابه د ښاري طرحو په اړه فرمان ورکړی
May 14, 2025 08:47د طالبانو مشرتابه د ښاري طرحو (پلانونو) د غوره او اغېزناکه تطبیق، ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو پراختیایي چارو کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه یو فرمان ورکړی دی.
-
د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی تاتارستان ته ولاړ
May 14, 2025 08:05د افغانستان د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته سفر کړی دی.
-
په کابل کې د هلمند سیند د اوبو د ګډې کمېټې غونډه جوړه شوه
May 10, 2025 02:34په کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هلمند د اوبو د دوهاړخیزه تړون له مخې، د افغانستان او ایران د اوبو د کمیسارانو د ګډې کمېټې ۲۹مه ناسته، د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه په کابل کې جوړه شوې ده.
-
ایران له افغانستان سره د تاریخي آثارو د ساتنې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې
May 06, 2025 03:07په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې، هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د تاریخي آثارو د ساتنې او رغونې برخه کې همکاري وکړي.
-
نن د می پنځمه د قابله ګانو نړیواله ورځ ده
May 05, 2025 11:14د قابله ګانو نړیوالې ورځې په رارسېدو سره، په افغانستان کې یو شمیر قابله ګانې له سختو کاري شرایطو شکایت کوي او د دې برخې محصلینې بیا له ناڅرګند راتلونکي سره مخ او له زده کړو محرومې ګرځول شوي دي.
-
قرغیزستان افغانستان ته د ۱۱ میلیون ډالرو په ارزښت تیل صادر کړي دي
May 05, 2025 10:22د قرغیزستان د احصایې کمېټې اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې افغانستان ته د ۱۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت تېل صادر شوي دي.
-
پاکستان زرګونه افغان ماشومان د هغوی د کورنیو له غړیو پرته ایستلي دي
May 05, 2025 09:45د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونيسف) ویلي چې، زرګونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته اخراج شوي، چې ۲۰ سلنه یې هغه ماشومان دي چې له خپلو کورنیو یا سرپرستانو بېل پاتې شوي او په ډېرو سختو شرایطو کې اوسي.