-
د ایران لومړیتوب په افغانستان کښې د ثبات اټینګیدل دي
Sep 08, 2021 23:26فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د ایران لومړیتوب په افغانستان کښې ثبات او ارامښت او د دغه هیواد د خلکو د ارادې او د غوښتنې تحقق دی .
-
په افغانستان کښې د طالبانو د نوي حکومت او د کابینې د جوړیدا اعلانیدل :-
Sep 09, 2021 02:48د طالبانو په چورلیزتوب سره د افغانستان نوي حکومت خپل کار پیل کړ .
-
د امریکا پخواني قومندان د واشنګټن په ماتي اعتراف وکړ
Sep 09, 2021 00:50رویټرز خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو یوه(۱) پخواني قومندان جیک میچلې په دغه هیواد کښې د واشنګټن په ماتي خوړلو اعتراف وکړ .
-
د افغانستان شخصیتونه د طالبانو په کابینې نیوکه کوي
Sep 09, 2021 00:25زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د غړیو معرفي کیدل د هیواد د سیاسي شخصیتونو او د خلکو له غبرګونو سره یوځاې شوي دي .
-
امریکا شل کاله په افغانستان باندې د خپلو ارزښتونو د تپلو هڅه کوي
Sep 09, 2021 00:18تسنیم خبري اژانس وايي چین په افغانستان کښې د امریکا د تیرو شلو (۲۰)کلونو د سیاستونو ماتي په نورو هیوادونو باندې د خپلو عقایدو د ورتپلو لپاره د واشنګټن د هڅې ښکاره بیلګه وبلله .
-
د شیعه علماو شورا د طالبانو د کابینې په جوړښت نیوکه وکړه
Sep 09, 2021 00:09زمونږ خبریال وايي د افغانستان د شیعه علماو شورا د طالبانو ډلې د موقته کابینې جوړښت د هیواد د خلکو د هیلي پرخلاف وباله .
-
د ایران او پاکستان سفیرانو د افغانستان په ثبات ټینګار وکړ
Sep 08, 2021 23:53فارس خبري اژانس وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان د سفیرانو په کتنه کښې په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا لپاره د ملګرتیاو په دوام ټینګار وشو .
-
طالبان باید د ټول شموله حکومت جوړول تعقیب کړي
Sep 08, 2021 23:40د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي فداحسین مالکي له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د طالبانو لپاره ښه خبره دا ده چې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ایډیا تعقیب کړي ځکه دغه ډله په ښه ډول پوهیږي په یوازې ځان نشي کولای د افغانستان په شان هیواد چې مختلف قومونه لري اداره کړي .
-
په افغانستان کې د طالبانو کابینه ،هیلې او اندیښنې، د کارپيژاندو له خولې ئې آورو
Sep 08, 2021 11:00د افغانستان د طالبانو له خوا د کابینې د جوړیدا او په دې اړه د افغان ولس د هیلو او اندیښنو په هکله د افغانستان د ننګرهار پوهنتون یو تکړه استاد او شناندی ډاکټر منګل شیرزاد او د سیمې د چارو یو کارپوه ډاکټر واحدي خپل نظرونه داسې بیانوي .
-
په امریکا کې دستمبر د یولمسې د حملو د اصلي پلانونکي تورن محاکمه
Sep 08, 2021 10:23تورنو کسانو په مخکینیو محاکمو کې د امریکا د حکومت له خوا وړاندې شوي زیاتره شواهد رد کړي او وئیلي ئې دي ، چې دغه شان شواهد، دامریکا د مرکزي اطلاعاتي او استخباراتي ادارې سي آئي اې په بندونو کې دتورنو په شکنجه کونې سره ترلاسه شوي دي .