طالبان باید د ټول شموله حکومت جوړول تعقیب کړي
د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي فداحسین مالکي له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د طالبانو لپاره ښه خبره دا ده چې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ایډیا تعقیب کړي ځکه دغه ډله په ښه ډول پوهیږي په یوازې ځان نشي کولای د افغانستان په شان هیواد چې مختلف قومونه لري اداره کړي .
فداحسین مالکی په دې خبرې سره چې د افغانستان طالبانو له ایران څخه د مرستې غوښتنه کړي ده وویل دغه ډله احساسوي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا د ایران لپاره اهمیت لري او طالبان په دې خبره پوهیږي چې ایران به د افغانستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه ونکړي .
هغه وویل په افغانستان کښې وروستي بدلونونه د هیواد د خلکو او د ګاونډیو هیوادونو په ګټه نه دي ځکه چې د کورني جنګ د رامینځته کیدا احتمال زیات دی .
د ایران د اسلامي شورا غړي فدا حسین مالکي وویل د عبدالله عبدالله په شان د ایران پښتون او درې ژبه دوستان د ایران په سیاست پوه دي او د افغانستان ثبات یوازې په یوه(۱) ټول شمول حکومت جوړیدا سره امکان لري .
هغه وویل د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان برید جنرال اسماعیل قااني د پارلمان په پټې غونډې کښې په ګډون کولو سره په افغانستان کښې د وروستیو بدلونونو په هکله د اسلامي شورا له استازیو سره خبرې وکړې او د هغوې ځینو پوښتنو او شکونو ته یې ځوابونه وویل .