د ایران لومړیتوب په افغانستان کښې د ثبات اټینګیدل دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105392-د_ایران_لومړیتوب_په_افغانستان_کښې_د_ثبات_اټینګیدل_دي
فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د ایران لومړیتوب په افغانستان کښې ثبات او ارامښت او د دغه هیواد د خلکو د ارادې او د غوښتنې تحقق دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2021 23:26 Asia/Kabul
  • د ایران لومړیتوب په افغانستان کښې د ثبات اټینګیدل دي

فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د ایران لومړیتوب په افغانستان کښې ثبات او ارامښت او د دغه هیواد د خلکو د ارادې او د غوښتنې تحقق دی .

هغه پرون د افغانستان د شپږو (۶) ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د اینټرنیټي غونډې په هکله له یوه (۱) ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د دغه غونډې اصلي اجنډا د افغانستان د خلکو د غوښتنې او د ارادې او له سولې او ثبات سره یوځاې یوه(۱) ارامه افغانستان ته د رسیدا له  تحقق سره  د مرستې څرنګوالی  و.

خطیب زاده د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وینا ته په اشارې سره وویل دایران خارجه وزیر په دغه غونډې کښې ټینګار درلود چې په افغانستان کښې د اوسني حالت مسول او مسببان د امریکا نیواکګرۍ ده او په افغانستان کښې د امریکا څه د پاسه شل (۲۰) کاله ناجایز شتون او هغه کړاو او درد چې د افغانستان خلکو ته یې رسولی دی او همدا اوس باید د افغانستان د ټولو خلکو او مشرانو له  پانګې  استفاده وشي او ګاونډي هیوادونه هم مرسته وکړي چې یوه(۱) پایداره سوله رامینځته شي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده ډاګینه کړه له پوځي اوزاره استفاده او خارجي لاسوهنه د هغه غلطۍ تکراریدل دي چې د افغانستان په اوسمهاله تاریخ  کښې څو ځله رامینځته شوي ده او ټول باید د اصیل اصل په توګه  خبرو اترو ته پاې بند ووسي او د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم مرسته وکړي او دغه خارجي لاسوهنه ونشي .

خطیب زاده زیاته کړه د ایران د اسلامي جمهوریت لومړیتوب د افغانستان د خلکو د غوښتې او ارادې پرځایښت دی او  لومړیتوب ثبات او ارامښت دی چې یوازې د یوه (۱) پراخ بنسټه ( ټول شموله ) حکومت چې د افغانستان د خلکو او د قومیتونو د جوړښت انعکاسونکی دی جوړیدل دي .

سعید خطیب زاده وویل د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو جدي اندیښنه په افغانستان کښې د ترهګرۍ په هکله وه او هغه دا چې طالبان حتما باید واټن واخلي او اجازه ورنکړي په افغانستان کښې دوباره ترهګرۍ بڼه خپله کړي .

د ایران د  خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل موافقه وشوه چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو راتلونکي غونډه په تهران کښې وشي .