مطبوعاتو ته کتنه
د نن ورځې په خپرونه کې به د ایران د مطبوعاتو پر هغو مهمو مطالبو لنډه کتنه وکړو چې د سیمې او نړۍ له روانو سیاسي او امنیتي حالاتو سره تړاو لري.
کیهان ورځپاڼه
په وروستیو ورځو کې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پزشکیان او خارجه وزیر سید عباس عراقچي د هرمز تنګی د اوبلارې د مدیریت پورې اړوند د ایران او عمان د تفاهم لیک او په دې اړه له عربو هیوادونو سره په راتلونکو ورځو کې د یوې غونډې د تر سره کېدو خبر ورکړي وو، البته ټاکل شوې وه چي نن وشي خو غونډه د عربستان د ځینو ملاحظاتو د امله وځنډول شوه، د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې هم په دې موضوع باندې یوه مطلب خپور کړی دی او د ایران حکومت ته یې ځینې سپارښتنې کړي دي.
کیهان د ایران د خارجه وزارت ته په سپارښتنه کې لیکي د هرمز تنګي، د لوېدیځو رسنیو په اعتراف، د ایران ستراتېژیکه وسله ده او له اټومي بم څخه هم اغېزمنه ده؛ هسې نه چې د بیا خوشباورۍ له امله د دې وسلې تېره څوکه د عمانیانو په دام کې یو ځل بیا پڅه شي؛ مه هېروئ چې مسقط یوازې د «سپینې ماڼۍ د ګټو ساتونکی» دی.
ورځپاڼه زیاتوي: په وروستیو ورځو کې د هرمز تنګي په اړه مشکوک ډیپلوماټیک فعالیتونه روان دي چې د یوه «نوي چل» بوی ترې راځي. خپاره شوي خبرونه ښيي چې د ځینو اجرائیه چارواکو او عماني لوري ترمنځ د «هرمز تنګي» په اړه د نویو ترتیباتو پر سر پراخې سلا مشورې روانې دي؛ داسې تفاهمونه چې که بیداره چلند ورسره نه وشي، وېره شته چې یو ځل بیا د اسلامي ایران د ستراتېژیک اقتدار له تر ټولو سترو اړمونو یعني هرمز تنګی، په یوه زیاناړونکي معامله کې کمزوری شي.
کیهان په دوام کې د ایران او عمان تر مینځ د هرمز تنګي په سر په معاملې او بیا له نورو عربو هیوادونو په دې اړه د سلامشورو لپاره د خارجه وزیر په هلوځلو نیوکې کوي او لیکي: دا سادهاندي ده که فکر وکړو عمان د امریکا پر وړاندې درېدلی یا د یوه خپلواک منځګړي رول لري. عمان د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې، په رسمي ډول په سیمه کې «د امریکا د متحده ایالاتو د ګټو ساتونکی» پاتې شوی دی.
ورځپاڼه وړاندې زیاتوي: څنګه کېدای شي په داسي یوه هیواد تکیه وکړو چې خپله د امریکا تر مستقیم برید او ګواښ لاندې دی؟ ایا د امریکا ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې په څرګنده توګه عمان ته ګواښ نه وکړ او ویې ویل: «که عمان زموږ سره لاره یو نه سي، بمبارۍ به پرې وکړو؟! هغه هېواد چې د سپینې ماڼۍ په یوه ګواښ سره یې تسلیمیږی، څنګه کولای شي د ایران د ملي ګټو خوندي ځای او ضامن وي؟
کیهان لیکي: د واشنګټن اصلي هدف، په پوځي سناریوګانو کې له ماتې وروسته، په دقیقه توګه دا و چې د هرمز تنګي امنیتي ترتیبات د ایران له لاس څخه وباسي. ټرمپ حتی هڅه وکړه چې د عمان په لوري کې د جعلي دهلېزونو په رامنځته کولو سره د هرمز اهمیت راکم کړي او عمانیانو هم تر خپلې وسې ورسره همکاري وکړه. خو نن چي امریکا په پوځي ډګر کې د ایران په وړاندې بې وسه شوې ده،
عمان یې د منځګړي په توګه لېږلی دی، څو د مبهمو او څو اړخیزو تفاهملیکونو له لارې هماغه هدف ترلاسه کړي چې ټرمپ یې د بمبارۍ په ګواښ سره ونه شو ترلاسه کولای. یعني په هرمز تنګی کې د ایران د واک کمزوري کول.
جوان ورځپاڼه
دغه ورځپاڼه په یمن کې وروستیو بدلونونو او د تېلو په نړیوال مارکیټ باندې د هغه د اثراتو په هکله په یوه راپور کې لیکي: د یکشنبې په ورځ، په داسې حال کې چې د فارس خلیج او سره سمندر په سیمو کې د هممهاله ناخوالو له امله د تېلو نړیوال بازار تر فشار لاندې و، په سره سمندر کې د سعودي عربستان د ینبع تیلي بندر یو ځل بیا د توغندیز برید هدف وګرځېد. دغه برید د تېلو د نړیوالې عرضې او د بیو د لوړېدو په اړه یې د اندېښنو نوې څپه رامنځته کړه، ځکه چې په ینبع کې د تېلو زیرمې یوازې د څو نورو ورځو لپاره د صادراتو اړتیا پوره کولای شي، او د هرمز تنګی د بندون په دوام سره، د سعودي په مخ بدیله لاره هم بنده شوه.
ورځپاڼه وړاندې زیاتوي چي د لومړنیو ارزونو له مخې، د ینبع د نفتو د پایپلاین بیا فعالول، چې سعودي عربستان له هغې څخه د هرمز تنګي په ځای د تیلو د صادراتو لپاره کار اخلي، شپږ اوونۍ وخت نیسي. دا په دې معنا ده چې په امریکا کې د نومبر تر ټاکنو پورې به د نړۍ د تیلو بازار لا هم تر فشار لاندې وي.
جوان د رویټرز په حواله خبرداری ورکړی چې که سعودي عربستان په راتلونکو څو ورځو کې ستراتېژیک ختیځ ـ لوېدیځ پایپلاین بېرته فعال نه کړي، د دغه هېواد د صادراتي تېلو زیرمې به پای ته ورسېږي او په نړیوال بازار کې د تیلو ۴ سلنه کمښت محسوس شي.
ورځپاڼه زیاتوي،تایید شوي معلومات ښيي چې په ریاض او مدینه کې د تېلو د لېږد پر پایپلاین برید شوی دی. له دې امله چې دغه پایپلاین د ینبع د تصفیهخانې او صادراتي ترمینل اصلي خوراکي سرچینه ده، د هغې درېدلو د تصفیهخانې فعالیت او د تیلو بارول هم درولي دي
د دغو تحولاتو په پایله کې، د برنټ تیلو بیه په اوونیزه کچه ۸.۸ سلنه لوړه شوه او په هر بېرل کې ۱۰۴.۶۱ ډالرو ته ورسېده، او حتی په یوه وخت کې ۱۰۵.۷۹ ډالرو ته هم لوړه شوه. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې که ختیځ ـ لوېدیځ پایپلاین په جدي توګه زیانمن شوی وي، د تیلو بیه ښايي په هر بېرل کې ۱۲۰ ډالرو ته ورسېږي.
د افغانستان مطبوعات
د افغانستان د مطبوعاتو په سر کې به د هشت صبح ورځپاڼه رواخلو
دغه ورځپاڼه د سپټمبر د یوولسمې له پېښې ۲۵ کاله وروسته په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پایلو په اړه لیکي چې دا پوښتنه چې امریکا په افغانستان کې بریالۍ شوه که ماتې یې وخوړه، یو ساده ځواب نه لري؛ ځکه پایله تر ډېره د امریکا د موخو او د بریا د معیارونو له تعریف سره تړاو لري.
هشت صبح زیاتوي، که د جګړې موخه له القاعدې سره مبارزه او د افغانستان له ترهګرۍ د نړیوالو عملیاتو پر پناه ځای د بدلېدو مخنیوی و، نو امریکا تر یوه حده خپلې موخې ترلاسه کړې؛ ځکه القاعده کمزورې شوه او د دغه سازمان یو شمېر مهم مشران، لکه اسامه بنلادن او ایمن الظواهري، ووژل شول.
خو که د دولت جوړونې معیار وټاکل شي، پایله یې پېچلې ده. د امریکا او متحدانو په ملاتړ ملي اردو او پولیس، پارلمان، ټاکنې، سیاسي ګوندونه، رسنۍ او مدني بنسټونه رامنځته شول خو ډېری دغه بنسټونه د لوېدیځ پر مالي، سیاسي او امنیتي ملاتړ متکي وو او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د جمهوریت چټک سقوط وښوده چې د بنسټونو د جوړولو او د هغو د پایدارولو ترمنځ لوی واټن موجود و.
د ورځپاڼې په وینا، دولتجوړونه په پیل کې د امریکا اصلي موخه نه وه؛ جګړه له القاعدې سره د مبارزې لپاره پیل شوه او د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، د ښځو حقونو او دولتجوړونې موضوعات وروسته د جګړې له مهمو بحثونو څخه شول.
خو که له طالبانو سره جګړه د امریکا د بریا معیار وبلل شي، پایله روښانه ده: امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم نسکور کړ، خو په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبان بېرته واک ته ورسېدل. هشت صبح لیکي چې د دوحې هوکړه، له طالبانو سره د واشنګټن مستقیمې خبرې او د شل کلن جمهوریت له پامه غورځول د دې پوښتنې زمینه برابره کړې چې ایا د امریکا او طالبانو ترمنځ د پردې تر شا کومه معامله شوې وه؛ خو د طالبانو بیا واک ته رسېدل په یوازې ځان دا نه ثابتوي چې امریکا له پیله داسې سناریو جوړه کړې وه.