د حکایتونو کاروان (9)
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178090-د_حکایتونو_کاروان_(9)
په دې مطلب کې به داسي یوه قیصه درته وکړو چي هم ترې خوند واخلئ، ستړیا او خفګان مو په خوشحالي بدله شي او هم یو څه ترې زده کړو.
(last modified 2026-09-14T09:53:19+00:00 )
Sep 14, 2026 14:19 Asia/Kabul
  • د حکایتونو کاروان (9)

په دې مطلب کې به داسي یوه قیصه درته وکړو چي هم ترې خوند واخلئ، ستړیا او خفګان مو په خوشحالي بدله شي او هم یو څه ترې زده کړو.

په نننی مطلب کې مو د «منطق‌الطیر» له کتابه، چې د شپږمې او اوومې هجري پېړۍ د مشهور ایراني شاعر او عارف، عطار نیشاپوري، اثر دی، یوه په زړه پورې کیسه درته غوره کړې ده.

دا د «مار او مارګیر» کیسه ده؛ یوه ډېره په زړه پورې او د اورېدو وړ کیسه چې له زده‌کړې او عبرت څخه هم ډکه ده.

وایي یو وخت یو سړی و چې ماران به یې ټینګول. هغه د مارانو په نیولو کې ډېره تجربه لرله او د مار نیولو لپاره یې بېلابېلې لارې چارې کارولې. خو اصلي طریقه یې دا وه چې بېلابېل او خوندور معجونونه به یې جوړول. په جوړولو کې به یې خوشبویه او معطر بوټي کارول، له همدې امله به د دغو معجونونو بوی ډېر ښه او زړه راښکونکی و او ټول ماران به یې غولول.

د مارګیر کار په دې ډول و چې له دغو معجونونو څخه به یې لږ څه په تلکه کې اچول. تلکه به یې د هغه سوري ترڅنګ ایښود چې مار پکې پټ و. بیا به یې کوډ او جادو کول او عجیبه ږغونه یې ایستل، څو مار وغولوي او له خپل ځاله یې راوباسي. مارګیر به په لاس کې خنجر هم درلود، ځکه که چیرته مار په تلکه کې بند شوې نه وای او پرې حمله کړې وای نو بیا به یې په خنجر سره وژی.

نیول شوي ماران یې، په یوه صندوق کې ساتل. کله چې به یې شمېر زیات شو، د درملو جوړولو فابریکې ته به یې وړل، څو زهر یې ترې واخلي او درمل ترې جوړ کړي. که چیرته یې لوی او ښکلی مار نیولی و، هغه یې په ژوبڼ باندې پلوره او په دې توګه به یې خپل ژوند چلاوه. که مار په تلکه کې نه ټینګده او یا یې پر ده برید کاوه، هغه به یې وواژه، پوستکی به یې ترې وایست او په موچیانو به یې خرڅول، څو ترې بکسونه او بوټان جوړ کړي.

لنډه دا چې، مارګیر یوازې له همدې لارې خپل عاید ترلاسه کاوه او په خپل کار کې ډېر تکړه و. هغه د مارانو په نیولو کې ډېره حوصله او زغم درلود او ژر به نه ستړی کېده او نه به وارخطا کېده.

یوه ورځ مارګیر په یوه دښته کې یو لوی او ښایسته رنګارنګ مار ولید. هغه یې تعقیب کړ، تر دې چې د مار د اوسېدو ځای یې پیدا کړ. بیا یې د معجونونو صندوق د مار د سوري مخې ته کېښود او تلکه یې ورته کښېښوده، څو مار راووزي او د معجون د خوړلو په تمه په دام یا تلکه کې ټینګ شي.

هغه بېلابېلل کوډونه او سندرې وویلې او ډېر وخت یې انتظار وکړ، خو د مار څخه هېڅ درک نه و. مارګیر له ځانه سره وویل: ښايي د دې معجون بوی یې خوښ نه وي. نو هر ځل به یې معجون ورته بدلول، څو مار وغولوي او له خپلې سوړې راوباسي او د یوه خوندور معجون د خوړلو په تمه په دام کې راګیر شي.

هر زمان می‌ ساخت معجونی دیگر 

  هر نفس می‌خواند افسونی دگر

*** ژباړه

هر زمان به یې جوړاوه معجون نوی

 هره سا به یې لوستلو افسون نوی

خو مارګیر له دې نه ناخبره و چې مار اصلاً په سوري کې نه و! د مار ځاله دوه سوري لرل؛ مار له بل سوري څخه وتلی و او د غونډۍ تر څنګ، د تود لمر لاندې، راټول شوی پروت و.

هغه په زړه کې پر مارګیر خندېده او له ځانه سره یې ویل: «پرېږده چې مارګیر همداسې هلته ډېر انتظار وباسي او خپلې عجیبې او غریبې سندرې ولولي، تر دې چې ستړی شي.»

په همدې وخت کې حضرت عیسی (ع) له دې ځایه تېریدل. مارګیر چې حضرت عیسی (ع) یې ولید، سلام یې وکړ او موسکی شو. حضرت هم د هغه سلام ته په موسکا ځواب ورکړ او له هغه ځایه تېر شو.

کله چې حضرت عیسی (ع) د غونډۍ شاته ورسېد، مار هم حضرت ته سلام وکړ او ویې ویل:

«اې عیسی! وینې چې خلک څومره ساده دي؟ زه درې سوه کاله عمر او تجروبه لرم، خو اوس دا دېرش کلن سړی راغلی، زما د کور مخې ته یې تلکه ایښې ده او معجون یې جوړ کړی او فکر کوي چې په دې چلونو به ما له سوري راوباسي او په تلکه کې مې راګیر کړي. باور وکړه، که یې په لاس کې خنجر نه وای، ورغلی به وای او د مارانو له نیولو به مې پښېمانه کړی وای.»

حضرت عیسی موسکی شو او ویې ویل: «ښه، هر څوک خپل کار او روزګار کوي؛ هغه هم په همدې کار خوشحاله دی، خو ته ښه هوښیار یې او پام دې ډېر دی.»

حضرت عیسی د خلپو کارونو پسې لاړ او د راستنېدو پر مهال په همدې لاره بیرته راغی.

حضرت عیسی علیه السلام د راتلو پر مهال ولیدل چې مار په خپل لومړي ځای کې نشته او مارګیر هم خپل سامانونه راټول کړي او د څرمنو بکسه یې په لاس کې نیولې ده او د تلو لپاره چمتو کیږي.

حضرت عیسی (ع) له مارګیر څخه وپوښتل: «ښه، نو بالاخره دې څه وکړل؟»

مارګیر وویل: «ومي نیول، په بکسه کې دی.»

حضرت عیسی بکسې ته ورنږدې شو او ویې لیدل چې مار له کړکۍ څخه دباندې ګوري. مار ته یې وویل: «له دومره تجروبې او دعوې سره، بالاخره ته هم راګیر شوې؟ اوس خو زه هم ورته څه نه شم ویلای؛ مار نیول ګناه نه ده چې زه یې ملامت کړم. خو تا چې معجونونه او دامونه پېژندل، څنګه وغولېدې؟»

مار وویل: «اې عیسی! زه د ټولو معجونونو بوی او د ټولو دامونو بڼه پېژنم. مارګیر زه په معجون او په تلکه نه یم نیولی

عیسی وپوښتل: «نو څنګه یې ونیولې؟»

مار وویل: «په یوه لا ستر چل؛ په داسې څه یې ونیولم چې ستاسو له کار سره ورته والی یې درلود.»

عیسی وپوښتل: «ستا د خبرې معنا څه ده؟»

مار وویل: کله چې مارګیر پوه شو چې زه په معجون او دام نه غولېږم، خپل پلان بدل کړ او زه پرې پوه نه شوم. زه لاړم او په خپل کور کې ویده شوم. وروسته مې د دعا ږغونه واورېدل. مارګیر معجون له ځانه لرې کړی و او د کور مخې ته یې شنه واښه او خاشاک شیندلي وو او تلکه یې تر هغې لاندې پټ کړی و، بیا یې په دعا او عبادت پیل کړی و. هغه په خپلو خبرو کې د خدای نوم ډېر یادول او په دعاوو کې یې د اوبو، شنو بوټو، خوښۍ او نېکمرغۍ، صفا زړه او ایمان خبرې وې.

ما ګومان وکړ چې مارګیر تللی دی او یو بل ستاسې په څېر د خدای پیغمبر ناست دی او دعا کوي. همدا شو چې په صفا زړه او صداقت له کوره راووتلم، خو ناڅاپه په دام کې راګیر شوم. باور وکړه، تر دې دمه مې داسې چل هېڅکله نه و لیدلی. دې خبیث مارګیر زه د خدای په نوم راګیر کړم.»

حضرت عیسی علیه السلام وویل: «هو، دنیا له ډېرو چلونو ډکه ده. ډېر وخت داسې هم کېږي چې یو چلباز انسان د حق خبرې کوي، خو هدف یې د ناحقه پایلې ترلاسه کول وي. خپل چل او دوکه د خدای له نوم سره تړي، څو ساده‌ خلک وغولوي او ترې ناوړه ګټه واخلي.

نو باید هوښیار ووسو او د حق سړی وپېژنو.

اوس، که زه تا واخلم او آزاد دې کړم، ژمنه کوې چې بیا به هېڅکله چا ته زیان نه رسوې او هېڅوک به نه چیچې؟»

مار وویل: «نه، زه داسې ژمنه درسره نه شم کولی. زما په طبیعت کې چیچل او نیش وهل دي. خدای زه همداسې پیدا کړی یم، څو له ځانه دفاع وکړم او خپل خواړه پیدا کړم.

له بلې خوا، کېدای شي بیا د کوم بل مارګیر په چل وغولېږم، یا په خپل پټنځای کې مړ شم او د بل حیوان خوراک وګرځم. اوس چې د خدای په نوم راګیر شوی یم، ښه به دا وي چې ما یوسي او له وجوده مې د خلکو د ګټې لپاره کار واخلي؛ کېدای شي خدای مې ګناهونه وبخښي.»

حضرت عیسی (ع) چې د مار خبرې واورېدې، ویې ویل:

«هو، مار خپل زهر د خلکو د ځورولو لپاره کاروي؛ خو یو پوه انسان مار اخلي او له همدې زهره درمل جوړوي چې د خلکو علاج پرې کېږي. او دا تر هر څه ډېر غوره دي.»

هو، موږ هم په خپل ژوند کې داسې خلک لیدلي چې په ریا او دوکه کې لاس لري. ځانونه مؤمن او رښتیني انسانان ښيي او د خدای خبرې کوي، خو په حقیقت کې دننه له فریب او چل څخه ډک وي او غواړي موږ وغولوي او زیان راته ورسوي.

نو باید تل په ځیرکتیا او هوښیارۍ خپل شاوخوا وڅارو او د دروغجنو خلکو په خبرو دوکه نه شو؛ که نه، د هماغه مغرور مار په څېر به د چلبازو خلګو په دام کې راګیر شو.