د ایران او پاکستان سفیرانو د افغانستان په ثبات ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105396-د_ایران_او_پاکستان_سفیرانو_د_افغانستان_په_ثبات_ټینګار_وکړ
فارس خبري اژانس وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان د سفیرانو په کتنه کښې په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا لپاره د ملګرتیاو په دوام ټینګار وشو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2021 23:53 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان سفیرانو د افغانستان په ثبات ټینګار وکړ

فارس خبري اژانس وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان د سفیرانو په کتنه کښې په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا لپاره د ملګرتیاو په دوام ټینګار وشو .

په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت   سفیر بهادر امینیان او د پاکستان سفیر منصور احمد خان په یوې(۱) کتنې کښې د افغانستان د بدلونونو او د دغه هیواد له خلکو سره د بشر دوستانه مرستو د ضرورت په باره کښې خبرې وکړې .

په کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان  د دغه کتنې په هکله په ټویټر پاڼې کښې ولیکل ایران او پاکستان د افغانستان د ګاونډیو په توګه د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو لپاره د مشارکت او د سولې او د ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي .

دغه راز د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په تیرې سه شنبې ورځ ټیلي فوني خبرو کښې هم د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې او دنظر تبادله وشوه .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغو ټیلي فوني خبرو کښې په افغانستان کښې د یوه(۱) ټول شموله حکومت د جوړیدا په هدف سره د ټولو ډلو ترمینځ د خبرو اترو پربنسټ چې د دغه هیواد د ټولو نفوسو او د قومونو د جوړښت انعکاسونکی وی د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي سیاست ټینګار وکړ او ویې ویل افغانستان یوازې له دې لارې پایداره سولې ته رسیدلی شي .