د شیعه علماو شورا د طالبانو د کابینې په جوړښت نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i105398-د_شیعه_علماو_شورا_د_طالبانو_د_کابینې_په_جوړښت_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د شیعه علماو شورا د طالبانو ډلې د موقته کابینې جوړښت د هیواد د خلکو د هیلي پرخلاف وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2021 00:09 Asia/Kabul
  • د شیعه علماو شورا د طالبانو د کابینې په جوړښت نیوکه وکړه

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د شیعه علماو شورا د طالبانو ډلې د موقته کابینې جوړښت د هیواد د خلکو د هیلي پرخلاف وباله .

د افغانستان د شیعه علماو شورا پرون وویل په هیواد د طالبانو له کنټرول وروسته او دغه راز د افغانستان د خلکو د منلو وړ اسلامي نظام او د موجودو اسلامي مذهبونو د ټولو پیروانو ، قومونو او پرګنو د هیندارې او د ټول شموله حکومت د رامینځته کولو په هکله نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو ته د طالبانو د ژمنې پراساس د افغانستان له ټولو قومونو او په تیره بیا له شیعه مسلمانانو څخه د وړ کسانو له شتون پرته د نوي کابینې اعلانول د خلکو د تمې پرخلاف کار دی .

د افغانستان د شیعه علماو شورا په بیانیې کښې ویل شوي دي د طالبانو کابینه چې ټول قومونه او پرګنې پکښې ګډون نه لري د افغانستان په ګټه او صلاح نه ده او دغه مسله به د افغانستان او د ټولنې لپاره یوشمیر مشکلات رامینځته کړي .

د افغانستان د شیعه علماو شورا  په طالبانو غږ وکړ د ټول شموله کابینې د جوړولو او د خپلو ژمنو د تحقق لپاره په افغانستان کښې د موجودو مشکلاتو د حل لپاره د ورورګلوۍ ، اخوت او د ملګرتیا لپاره اقدام وکړي او مثبتې زمینې رامینځته کړي .