-
نوی ډیلی په افغانستان کې دسولې او آرامښت غوښتونکی دی
Feb 15, 2017 11:21ایرناخبری آژانس راپورورکړ دهندوستان دخارجه وزارت ویندوي ویکاس سوارپ نن په ماسکو کې دافغانستان دسولې په اړه په خبرواترو کې دخپل هیواد داستازی دشتون په تائيدولو سره وویل ، نوی ډیلی په افغانستان کې دسولې ، امنیت او آرامښت دټینګښت ملاتړ کوي .
-
دافغانستان دسولې لوړه شورا،دموخو اوپروګرامونو ارزونې اوبیا کتنې ته اړتیالري .
Feb 04, 2017 01:41تسنیم خبري آژانس راپورورکړ دافغانستان دولسمشرۍ دماڼۍ مرستیال ویندوي شاه حسین مرتضوي بیګا په یولړ څرګندونو کې زیاته کړې ، دافغانستان دسولې دعالی شورا دنوي مشر دټاکلو په باب مشورې هماغهر از دوام لري او دملی وحدت حکومت مشران دافغانستان د سولې دعالی شورا لازیات انسجام اوکارندوالۍ ارزوي .
-
په قزاقستان کې د سورئې دسولې خبرې اترې ددغه هیواد د بحران په سیاسی حل کې یو مهم ګام ؤ
Jan 26, 2017 15:10په نړیوالو چارو کې دایران د پارلیمان دمشر ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان نن په دمشق کې له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې زیاته کړې ، سیاسی خبرې اترې دسورئې دشخړې دحل یوازینۍ لاره چاره ده ، خو باید حقیقت پالې خبرې اترې دسورئې د بحران د سیاسی حل بانډې باؤر لرونکو مخالفو حقیقی استازو په شتون سره ترسره شی .
-
له طالبانو سره کمزوری ارتباط ټینګ شوی دی
Jan 21, 2017 14:28دافغانستان جنګ جګړې او شخړې باید راتلونکو نسلونوته پرې نه ښودل شی او جرړې ې وچې کړائ شی
-
دسورئې دشخړې یوازینۍ اغیزمنه حل لاره خبرې اترې دی
Jan 20, 2017 04:21ایتارتاس خبری آژانس راپورورکړ دروسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن مریا زاخارووا بیګا په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، ماسکو تمه لری ، دسورئې د سولې خبرې اترې چې ټاکل شوې ده دقزاقستان په آستانه کې ترسره شی ، داوور بند دپلان له پیاوړتیا سره مرسته وکړی او په سورئې کې سیاسی بهیر پیل شی .
-
دقزاقستان دسولې غونډې مهمې موخې د انسان دوستۍ مرستې او اووربند دی
Jan 19, 2017 15:13زمونږخبریال راپورراکړ دسورئې ولسمشر بشار اسد دجاپان له ټی بی ایس ټیلیویژنی چینل سره په خصوصی خبرو کې وویل ، دقزاقستان په آستانې کې دسولې د سولې دخبرواترو اصلی موخه د اوور بندټینګیدا، دانسان دوستۍ دمرستو رسول او وسله والو ته امکان ورکول دی څو د ملی پخلاینې له موافقې سره یو ځای شی .
-
له طالب ډلې سره د سولې د خبرو اترو لپاره د عبدالله عبدالله چمتووالے
Jan 05, 2017 10:15د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د اجرائی شورا مشر له طالب ډلې سره د سولې د خبرو اترو لپاره خپل چمتووالے اعلان کړ.
-
باجوه صیب ! په ښه نیّت سره کابل ته په سفر راشه
Jan 01, 2017 14:28ایرناخبری آژانس راپور ورکړ دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی دپاکستان دپوځ له عمومی قوماندان سره بیګا په ټیلیفونی تماس کې هغه ته کابل ته دسفربلنه ورکړه .
-
روسیه چین اوپاکستان دافغانستان دسولې په خبرواترو کې دمینځګړیتوب لپاره هیڅ پروګرام نه لری
Dec 30, 2016 01:43تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان په چارو کې دروسیې دولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلی دی ، دماسکو د درې اړخیزې ناستې موخه دافغانستان دوضعیّت دښه کولو لپاره دسیمه ایزو ملګرتیاؤ پراختیا ده .
-
له افغانستان سره په اړونده هرډول سیمه ایزو اونړیوالوخبرواترو کې دایران شتون یوه ضروری چاره ده
Dec 28, 2016 13:57ایرناخبری آژانس راپورورکړ په افغانستان کې دپاکستان پخوانی سفیر اوتکړه شناندی او دسیمې دچارو کارپوه رستم مهمند باؤری دی ، دافغانستان له سولې اوثبات سره دمرستې لپاره هرډول خبرې آترې او هڅه به دیوه اساسی ګاونډی هیواد او دسیمې دیوه مهم لوبغاړی په توګه دایران له شتون پرته هیڅ نیتجه ونه لری .