-
د ایران او د عراق خارجه وزیرانو خبرې وکړې
Nov 05, 2023 00:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلي فوني تماس کښې د فلسطین د روانو بدلونونو او په غزې تړانګه کښې د نسل وژنۍ د دوام په هکله د سلامشورې په ترڅ کښې د فلسطین د خلکو په ملاتړ کولو ټینګار وکړ.
-
حزب الله او حماس غورځنګونو د اسرائیلو ټانکونه تباه کړل
Nov 04, 2023 02:33زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ او د لبنان حزب الله غورځنګ د اسرائیلو په پوځ باندې ستره حمله وکړه او له کبله یې د صهیونیسټ رژيم شپږ ټانکونه او نهه پوځي ګاډي تباه شول او دغه راز د اسرائیلو د پوځ د یوه لوړرتبه افسر په شمول نولس پوځيان هلاک شوي هم دي.
-
نن سبا د فلسطین غزه د حقیقي هولوکاسټ کتونکي ده
Nov 04, 2023 01:55فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې په مناسبت یوې خبر پاڼه کښې وویل نن سبا غزه د حقیقي هولوکاسټ(Holocaust ) کتونکي ده او د دغه ټاټوبي د مظلومو خلکو د عام وژلې اصلي عامله جنایتکاره امریکا ده.
-
د غزې د خلکو په ملاتړ کې د ترکیې د ولسمشر د دوه ګوڼو سیاستونو دوام
Nov 02, 2023 13:48د فلسطین دغزې د خلکو په ملاتړ کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ددوه ګوڼو او منافقانه سیاستونو په دوام کې د ترکیې په جنوب کې په اینجرلیک هوائي دګر کې د امریکا دسټراټژيکې جنګی الوتکې دیره شوي دي.
-
فلسطین د اسلامی امت لومړنۍ مسئله(
Nov 02, 2023 12:10د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د فلسطین د اسلامی امت د لومړنۍ موضوع په نامې سره د لړۍ له ننني پنځلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کېی وو،هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
-
د فلسطین موضوع د اسلامی نړۍ ترټولو مهمه موضوع ده
Nov 01, 2023 01:51د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر چې د قطر په سفر تللی ؤ ،پرون ناوخته ئې په دوحې کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له مشر سره په کتنې کې په غزې تړانګې کې د فلسطین د بې دفاع خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د حملو د دوام او وروستیو حالاتو په باب لیده کاته وکړل.
-
د طوفان الاقصی ۲۵ ورځ/ ۱۰ زرو نه زیات فلسطینیان شهیدان شوي/ صهیونیستان په غزه کې د مقاومت په کمین کښې ګیر شول
Oct 31, 2023 04:15نن سې شنبه هم په غزې کې په عامو فلسطینیانو باندې د صهیونیست رژیم بمبارۍ دوام موندلي دي، صهیونیست ځانګړو ځواکونو د غزې بیت حانون ته ننوتي دي او د مقاومت د ځواکونو په کمین کې ختلي او سخته مرګژوبله ور اوښتې ده.
-
د روسیې او د نیواکګر صهیونیسټ رژیم ترمینځ د لانجو زیاتیدل :-
Oct 30, 2023 13:02ماسکو ته د فلسطین د حماس غورځنګ د استازیو له سفره وروسته د اسرائیلو او د روسیې ترمینځ شخړه زیاته شوي ده.
-
د فلسطین د غزې په هکله د سیاسي چارو کارپوه حبیب الله جانبدار او د پوهنتون استاد جاوید مومند څه وايي؟
Oct 29, 2023 12:43د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د غزې تړانګې په هکله یو پریکړه لیک تصویب کړی و په دې هکله د سیاسي او د نړیوالو چارو کارپوه ښاغلی حبیب الله جانبدار او د پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو کارپوه ښاغلی جاوید مومند خپل نظرونه په دغه ګردي میز کښې وړاندې کړي دي چې د اوریدو بلنه یې درکوو.
-
په غزې کښې د صهیونیسټانو جنایتونه ښکاره نسل وژنه ده
Oct 29, 2023 12:31زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه چارو وزارت ویاند ناصر کنعانی په غزې سیمه کښې د شهیدان شویو ماشومانو د تصویرونو په خپرولو سره په دغه سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځيانو جنایتونه ښکاره نسل وژنه وبلله.