-
په سور سمندر کې یوه انګلیسي کښتۍ په نښه شوې
Feb 19, 2024 04:10خبري سرچینو خبر ورکړی چې د سره سمندرګي په باب المندب تنګي کې د بریتانیا یوه بېړۍ په نښه شوې ده.
-
ایران د افریقایي اتحادیې د سرمشریزې له اعلامیې غوڅ ملاتړ اعلان کړ
Feb 19, 2024 02:56د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني د فلسطین د مظلوم ملت پروړاندې د جنایتونو د بندولو لپاره، د افریقایي اتحادیې د سرمشریزې له بیانیې څخه د ایران د اسلامي جمهوریت ټینګ ملاتړ اعلان کړ.
-
عربستان د خپلواک فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار کړی
Feb 19, 2024 01:23د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسرائیلي رژیم په ګډون په منځني ختیځ کې د امن راتلو یوازنۍ لاره دا ده چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړېدو ته لاره هواره شي.
-
د غزې تړانګه دوهم روغتون هم له کاره وغورځید
Feb 18, 2024 12:12زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د روغتیا وزارت وویل چې په غزې تړانګه کښې دوهم ستر روغتون په کامل ډول له کاره غورځیدلی دی او زیاته یې کړه حاضردمه یوازې څلورکسیزه طبي ډله د غزې ترانګې په خان یونس سیمه کښې د« ناصر» روغتون دننه د ناروغانو درملنه کوي.
-
د افریقايي اتحادیې د هیوادونو په غونډې کښې د صهیونیسټ رژیم غندل:-
Feb 18, 2024 11:34د افریقايي هیوادونو مشرانو د ایتوپیا هیواد په پلازمینې ادیس ابابا ښار کښې د افریقا اتحادیې په غونډه کښې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل او د فلسطینیانو د نسل کشۍ د سمدستي بندیدا غوښتنه یې وکړه.
-
د غزې په ناصر روغتون کې ځینې ناروغان د اکسیجن د کمښت له امله شهیدان شوي
Feb 18, 2024 00:56د غزې په خان یونس کې د ناصر په نوم روغتون کې پرون وروسته تر هغه وېره خپره شوه چې د صهیونیسټي رژیم پوځیانو برید پرې وکړ.
-
حزب الله د اسرائیلو په پوځي مرکز برید کړی
Feb 15, 2024 11:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د نیواکي فلسطین له شمال سره د لبنان د جنوب د جبهې بدلونونه هره شیبه د بشپړه جنګ په لور روان دي.
-
اسرائیلو یوسل اوه نور فلسطینیان شهیدان کړل
Feb 15, 2024 09:36زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګه کښې د روغتیا وزارت وویل د اسرائیلو په نن سهار وختي حملو کښې یوسل اوه فلسطینیان شهیدان شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
-
اسرائیل باید په رفح سیمه کښې عملیات پیل نکړي
Feb 15, 2024 08:26زمونږ خبریال راپور راکړی د اسټرالیا ، د کاناډا او د نیوزي لینډ مشرانو چې د امریکا اتحادیان ګڼل کیږي د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح سیمه کښې د احتمالي بوږنونکو ځمکنیو عملیاتو په هکله اسرائیلو ته خبرداری ورکړ.
-
د رفح سیمې په هکله د انصاف له نړیوالې محکمې د جنوبي افریقا غوښتنه:-
Feb 14, 2024 08:37جنوبي افریقا د انصاف له نړیوالې محکمې څخه غوښتي دي چې د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح (Rafah)سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د عملیاتو مخنیوی وکړي او په دغه ښار کښې د پوځي عملیاتو د پراخولو لپاره د صهیونیسټ رژیم ارادې ته په پام سره هلته د فلسطینیانو د حقوقو د خلاف ورزۍ د مخنیوي لپاره له خپل قدرت څخه استفاده وکړي.