Pars Today
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب منلی دی.
د صهونیستي رژیم پوځیانو د فلسطین په رام الله سیمه کې د یوه فلسطیني وګړي د کورنۍ کور ړنګ کړ چې له امله یې د یوه خبریال په ګډون ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.
فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو ذ وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د ناټو تړون ناکارندوالي ته په اشارې سره وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې ناټو ائتلاف متقاعد شي.
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف وویل په شمالي قطب کښې د ماسکو شتون د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه ګڼل کیږي خو په دغه سیمه کښې د ناټو تړون د عسکرو د شتون هدف له روسیې سره ټکر دی.
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل ناټو تړون نور د اروپايي هیوادونو برخلیک نشي ټاکلی.
ایران پریس خبري اژانس وايي سویډن هیواد هم له فینلینډ وروسته پرون په ناټو تړون کښې د غړیتوب لپاره خپله غوښتنه په رسمي ډول اعلان کړه .