-
په مالیزیا کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکولو بهیر پیل شو
Oct 27, 2023 01:39د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په مالیزیا کې مېشتو افغانانو ته یې د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل کړې ده.
-
مطیعالله ویسا له ۲۱۵ ورځو وروسته د طالبانو له بنده آزاد شو
Oct 27, 2023 01:27د قلم لارې بنسټ مشر او د پوهنې فعال مطیعالله ویسا له ۲۱۵ ورځو بند وروسته د طالبانو له بنده خوشې شو.
-
په کابل کې د رواني ناروغانو شمېر ۴۲ سلنه زیات شوی
Oct 27, 2023 01:14په کابل کې د رواني ناروغیو د تخصصي روغتون چارواکي وايي، چې دغه روغتون ته د مراجعهکوونکو په شمېر کې ۴۲سلنه زیاتوالی راغلی دی.
-
د ناقانونه کډوالو د ایستلو پلان نهايي شوی
Oct 27, 2023 01:04پاکستاني چارواکي وايي، چې د افغانانو په ګډون، د ناقانونه بهرنیو کډوالو د ایستلو پلان یې نهايي کړی دی.
-
د کرېکټ د بریا په تړاو په جلال آباد کې د هوایي ډزو له امله دوه تنه ژوبل شول
Oct 24, 2023 08:29په ژوبلو کې یوه ځوانه نجلې ده چې خپله یوه سترګه یې له لاسه ورکړه. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه یو ګډ کمیسیون جوړ شو
Oct 22, 2023 01:51د افغان طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پلاوي سره په کتنه کې د ترکیې د کډوالو د چارو مشر اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د یوه ګډ کمیسیون په جوړولو سره به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.
-
افغان ویلچر باسکټبالانو فلپین ته ماتې ورکړه
Oct 22, 2023 01:41د افغانستان د ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې د چین په کوربه توب د پارا المپیک آسیایي لوبو په لړ کې د فیلیپین ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې ته ۵۳ پر ۴۹ نمرو ماتې ورکړه.
-
پاکستان دې د افغان کډوالو پر ایستلو بیا غور وکړي
Oct 21, 2023 01:42د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره کتل دي.
-
په بادغیس ولایت کې یوه سړي خپلې دوې مېرمنې وژلي
Oct 21, 2023 01:29د افغانستان په بادغیس ولایت کې یوه کس خپلې دوه مېرمنې د ښکاري ټوپک په واسطه وژلي دي.
-
یوه ترکي کمپنۍ په افغانستان کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره ښارګوټی جوړوي
Oct 21, 2023 01:27د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د (SKM) کمپنۍ له مشر ډاکټر عباس فرساد سره وکتل.