-
په کاپیسا او بامیانو کې دوو ځوانانو ځان وژنه کړې ده
Jan 15, 2024 09:34د بامیانو سیمه ایز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه ۱۶ کلن هلک د ځانوژنې خبر ورکوي.
-
د کندهار له طب پوهنځي څخه ۸۷ تنه ډاکټران فارغ شول
Jan 15, 2024 09:21د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ په همدې موخه مراسم جوړ شوي وو.
-
کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
Jan 14, 2024 02:03د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اتونبایووا او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د غونډې پرمهال ټینګار شوی، چې په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.
-
د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د نیوزیلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه
Jan 14, 2024 01:37د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د آسیا اوقیانوس په سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې، د نیوزیلنډ د ویل چیر باسکټبال ملي لوبډلې ته د ۳۷-۷۷ په توپیر ماتې ورکړه.
-
مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د پاکستان مخالفو ډلو له رهبرانو سره ليدلي
Jan 14, 2024 01:28پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون ليکلي چې داسې راپورونه شته چې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د سفر پر مهال د «تحریک طالبان پاکستان» له مشر نور ولي محسود او د «تحریک جهاد پاکستان» په نوم له ټي ټي پي د بېلي شوې ډلې له مشر حافظ ګل بهادر سره ليدلي دي.
-
جبري اقدامات سپکوونکي او خطرناک دي
Jan 12, 2024 02:20د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) رئیسې د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د ځوانو ښځو او نجونو نيولو ته په غبرګون کې ويلي چې «دا نيونې لویه بدنامي لري او ښځې له زيات خطر سره مخ کوي».
-
په افغانستان کې د څلورو سترو کانونو قراردادونه لاسلیک شول
Jan 12, 2024 02:02د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو پرون پنجشنبه له یوشمېر خصوصي شرکتونو سره د څلورو سترو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه لاسلیک کړل.
-
افغان کډوالو ته د ویزو د ورکړې لپاره هېڅ ژمنه نه شته
Jan 12, 2024 01:48د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې افغان کډوالو ته د ویزې د ورکړې او په دغه هېواد کې د اوسېدو په موخه هېڅ ژمنه نه ده شوې.
-
افغانستان د اضافي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لري
Jan 12, 2024 01:39د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د اضافي ځانګړي استازي د ټاکلو اړتیا نه لیدل کېږي.
-
له فلسطین څخه ملاتړ د افغانستان او ایران ګډ هدف دی
Jan 10, 2024 11:02د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست سره په کتنه کې، له فلسطین څخه ملاتړ د دواړو هېوادونو ګډ هدف وباله.