افغان کډوالو ته د ویزو د ورکړې لپاره هېڅ ژمنه نه شته
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې افغان کډوالو ته د ویزې د ورکړې او په دغه هېواد کې د اوسېدو په موخه هېڅ ژمنه نه ده شوې.
د اناتولي خبري آژانس د خبر په حواله، فیدان دا څرګندونې پنجشنبه د مرغومي پر ۲۱مه د دغه هېواد په پارلمان کې د اپوزیسیون خلق جمهوري غوښتونکي ګوند (CHP) د انقرې استازي دنیز دمیر پوښتنې ته په ځواب کې کړې دي.
دنیز دمیر د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمان حقاني او په کابل کې د ترکیې له سفیر جنګ اونال ترمنځ لیدنې ته په اشارې ادعا کړې، چې په دې لیدنه کې په ترکیه کې د افغان پناهغوښتونکو حضور د قانوني کېدو او د کاري ویزو د ورکړې په تړاو خبرې اترې او هوکړه شوې ده.
فیدان زیاته کړه چې دا ناسته د اونال او د طالبانو د غړو ترمنځ وه.
یاده دې وي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېد وروسته، د دغه هېواد زیات شمېر وګړي په ځانګړې توګه ځوانان او د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله ترکیې او نورو هېوادونو ته تللې دي.