په افغانستان کې د څلورو سترو کانونو قراردادونه لاسلیک شول
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو پرون پنجشنبه له یوشمېر خصوصي شرکتونو سره د څلورو سترو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه لاسلیک کړل.
له دغو څلورو کانونو څخه یو یې د هرات د کرُخ ولسوالۍ «مسجد چوبي» سیمه کې د ۱.۶ کیلومتر مربع په مساحت سره د ډبرو سکرو کان دی.
ورپسې د بغلان د دوشي ولسوالۍ «قرهزغن» سیمه کې د ۵.۳۳ کیلومتر مربع په مساحت سره، د سرو زرو کان دی چې د استخراج او پروسس چارې یې د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوي دي.
له دې سره، د ۱۶.۸۱ کیلومترو په مساحت سره د هرات د پښتونزرغون ولسوالۍ د وسپنې کان قرارداد هم د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.
او بل دا چې، د ۴.۷۱ کیلومتر مربع په مساحت سره د پروان ولایت د کوهصافي د کرومایتو کان قرارداد هم د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی.
د کانون او پترولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور ویلي چې، په ټوله کې به خصوصي شرکتونه په دغو څلورو کانونو کې څه باندې ۱۰ میلیارد او ۱۵۰ میلیون افغانۍ پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې د یوشمېر خصوصي شرکتونو چارواکي وايي چې د کانونو په پانګونې سره به په هېواد کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د یادونې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، د روان لمریز کار پر مهال یې، د اووه میلیارډ ډالرو په ارزښت د ۵۳ کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.