Mar 19, 2024 16:28
د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټلفوني خبرو کې هغه ته د روسیې د ولسمشر په توګه د بیا انتخابېدو له امله د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، هیله څرګنده کړه چې د روسیې د نوي حکومت په پیلېدو سره به، د ایران او روسیې ترمنځه په مختلفو برخو کې د رغنده اړیکو او همکارۍ د لا پراختیا لپاره مناسب زمینه برابره شي.