-
د ايران او عراق د تعلقاتو پراختيا لپاره هيڅ ډول محدوديت نشته
Apr 18, 2022 12:47د ايران خارجه وزير سعيد خطيب زاده نن په خپله هفته وار اخباري ناسته کښې د ايران پرېس د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کښې دې ته په اشارې سره چې د ايران او عراق ترمېنځ څو دوه اړخيزه او نړيوال موضوعات روان دي، واضحه کړه، د شلمچې رېلوې لائن پلان، د بهرنيو ښاريزو د تګ راتګ او د ويزې د جاري کولو د اسانتيا لپاره خبرې اترې او په بغداد کښې د ايران او سعودي خبرې اترې د ايران او عراق ډېر مهم دوه اړخيز موضوعات دي.
-
د يمن د جنګ د ختمولو په ضرورت د اسلامي انقلاب د معظم رهبر تاکيد
Apr 13, 2022 10:42د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي پرون مازيګر د اسلامي نظام د چارواکو او کارکؤنکو په کتنه کښې په کورنيو او بهرنيو ډګرونو کښې مختلف مسائل بيان او وڅېړل.
-
د پاکستان ستره محکمه او د پارلېمان د فعاليت د دوام فېصله
Apr 08, 2022 09:44د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د ولسمشر ډاکټر عارف علوي لخوا د پارلېمان د ړنګولو د حکم د باطلېدو فېصله ورکړه. له دې وروسته چې د پاکستان د پارلېمان نائب مشر قاسم خان سوري د عمران خان په خالف د مخالفينو د عدم اعتماد تحريک په دې وجه چې پکښې يې بهرني مداخلتونه بلل دغه تحريک د پارلېمان له کاره خارج کړ او ولسمشر د وزيراعظم عمران خان په غوښتنه پارلېمان ړنګ کړ.
-
په يمن کښې د ډزبندۍ له ټينګښت څخه د ايران هرکلے
Apr 04, 2022 10:53د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: د ايران اسلامي جمهوريت په يمن کښې له ډزبندۍ څخه هرکلےکوي او له مياشتو مياشتو ارهسې دغې ډزبندۍ ته په طمه ؤ.
-
دوه مياشتنۍ ډزبندي، د سعودي راژوندي کول يا په يمن کښې د جنګ د ختمېدو سريزه؟
Apr 02, 2022 11:28د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو خاص استازي هانس ګرونډبرګ وويل چې په يمن کښې ښکېلو لورو د دوه مياشتۍ ډزبندۍ لپاره چې له نن يعنې د اپرېل له دويمې نېټې شروع کيږي د ملګرو ملتو وړانديز ته مثبت ځواب ورکړے دے.د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده هم د يوې بيانيې په جاري کولو سره د دغې ډزبندۍ لپاره د ملګرو ملتو د نوښت هرکلے کړے دے.
-
يمن په بشپړه توګه د تيري او محاصرې د ختمولو غوښتونکے دے
Apr 01, 2022 03:02د يمن د خبري آژانس "سبأ " قائمقام د سعودي تيريګر ائتلاف لخوا په بشپړه توګه په يمن د تيري او د دغه هېواد د محاصرې د ختمولو غوښتنه وکړه.
-
د يمن د محاصرې له ختمېدو نه بغېر به هيڅ صلح امکان ونه لري
Mar 31, 2022 02:57د يمن سياسي عالي شورا بېګا د يوې بيانيې په خپرولو سره تاکيد وکړ، د دغه هېواد د محاصرې له ختمولو نه بغېر به هيڅ صلح امکان ونه لري. د سعودي په مشرۍ تيريګر ائتلاف وړمه ورځ اعلان وکړ چې په يمن کښې خپل فوځي عمليات اودروي.
-
افغان عالمانو د سعودي جنايتونه وغندل
Mar 17, 2022 05:05د افغانستان عالمانو د سعودي رژيم لخوا د ځوانانو او ماشومانو په قتل عام سخته نيوکه وکړه.
-
د قانون پوهانو ټولنې د بي گناه ځوانانو په اعدامولو کښې د سعودي لخوا د بشري حقوقو خلاف ورزي وغندله
Mar 17, 2022 01:32د اسلامي انقلاب د قانون پوهانو ټولنې د بشري حقوقو د څرګندې خلاف ورزۍ په وجه د سعودي په غندنه کښې بيانيه جاري کړه.
-
د يمن د جنګ ختمولو لپاره نوي مېنځګړيان
Mar 16, 2022 11:54يو يمني وېبپاڼې په يمن کښې د صلحې د موافقې د ترلاسه کېدو لپاره د عمان او کويت لخوا د نوي مېنځګړيتوب خبر ورکړ.