-
د یمن انصار الله عربستان او ملګري ملتونه وګواښل
Aug 10, 2020 00:49ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند او د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام بیګا د سعودي عربستان ائتلاف او ملګري ملتونه د یمن سواحلو ته نږدې د صافر د تیلو د بیړۍد احتمالي چاودنې او په هیواد کښې د بیروت د پیښې د تکراریدا مسول وبلل .
-
د فارس خلیج ملګرتیا شورا د ناکارندوالي په اوج کې ده
Aug 09, 2020 23:28ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي د تهران پرضد د وسلو د بایکاټ د غځولو لپاره د فارس خلیج د ملګرتیا شورا بیانیې ته په غبرګون کښې په دې خبرې ټینګار سره چې دغه شورا د خپلې ناکارندوالي په اوج کښې ده وویل دغه بیانیه په یواړخیزه ډول او دیکته شوي بڼه خپره شوي ده .
-
د سعودي عربستان الوتکو په یمن بریدونه وکړل
Aug 09, 2020 10:08زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګرو جنګي الوتکو د یمن په څلورو (۴) ولایتونو کښې په یوشمیر سیمو حملې وکړې .
-
پاکستان سعودي عربستان ته پور بیرته ورکوي
Aug 09, 2020 09:15جیونیوز ټیلي ويژن چینل راپور ورکړ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي چې په تیرو څو ورځو کښې یې د هندوستان د عسکرو لخوا د کشمیر سیمې د د مسلمانانو د وژلې په وړاندې د سعودي عربستان د ال سعود رژیم د مشرانو په چپتیا سختې نیوکې کړي دي د سعودي عربستان د یو(۱) میلیارډ ډالرو قرضې چې پاکستان ته یې ورکړې وه د بیرته ورکولو خبر ورکړ او ویې وویل ریاض د هندوستان تر کنټرول لانډې د کشمیر د مسلې په هکله بې تفاوته دی .
-
د سعودي عربستان پټ اټومي فعالیتونه او د اټومي اژانس دوه ګوڼه معیارونه :-
Aug 09, 2020 06:29په ویانا کښې په نړیوالو ارګانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي د اټومي انرژۍ په نړیوال اژانس غږ وکړ چې د سعودي عربستان د پټ اټومي پروګرام په هکله شفاف سازي وکړي او راپور یې د اټومي اژانس غړیو ته وړاندې کړي .
-
آژانس دې د عربستان د پټ ایټمي پروګرام په هکله سپیناوې وکړي
Aug 09, 2020 01:12عربستان د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د څو کلنو او بیابیا غوښتنو سره سره هم خپلې ژمنې داسې نه دي اصلاح کړې چې آژانس ته د تالاشي اجازه ورکړي.
-
د یمن دالجوف په ضد د سعودي حملې دې بشپړ څیړنې وشي .
Aug 08, 2020 01:58د سعودي ائیتلاف جنګي الوتکو وړمه شپه د یمن په شمال کې په الجوف ولایت کې خب والشعف سیمه سخته بمباري کړې چې له امله ئې د څو ښځو او ماشومانو پشمول شل تنه وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .
-
محمد بن سلمان په کینیډا کې دخپل یوه مخالف د ترورپلان جوړکړی
Aug 08, 2020 01:51د بني سعود کورنۍ ولی عهد محمد بن سلمان یوه پخواني سلاکار سعد الجبري په واشنګټن ښار کې په یوې امریکائي محکمې کې د هغه دترور لپاره دهڅې په دلیل په محمد بن سلمان شکایت کړی
-
د بیروت چاودنه ستره انساني او ملی غمیزه ده
Aug 08, 2020 01:06سید حسن نصر ا .. ټينګار کړی ، که ثابته شي ، د بیروت په بندر کې په چاودنې کې چا رول درلودلی دی ، باید په عادلانه ډول سزا شي او په څيړنو اومحاکمه کیدا کې باید حقیقت او عدالت واکمن شي .
-
په يمن د سعودي وحشیانه بمبارۍ مرګ ژوبله رامنځته کړه
Aug 07, 2020 01:32د يمن په الجوف صوبه کښې په يوې استوګن سیمې د سعودي ائتلاف د جنګي الوتکو په حمله کښې لږ تر لږه نهه تنه عامه وګړي ووژل شول.