د یمن انصار الله عربستان او ملګري ملتونه وګواښل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92148-د_یمن_انصار_الله_عربستان_او_ملګري_ملتونه_وګواښل
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند او د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام بیګا د سعودي عربستان ائتلاف او ملګري ملتونه د یمن سواحلو ته نږدې د صافر د تیلو د بیړۍد احتمالي چاودنې او په هیواد کښې د بیروت د پیښې د تکراریدا مسول وبلل .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 10, 2020 05:19 Asia/Kabul
  • د یمن انصار الله عربستان او ملګري ملتونه وګواښل

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند او د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام بیګا د سعودي عربستان ائتلاف او ملګري ملتونه د یمن سواحلو ته نږدې د صافر د تیلو د بیړۍد احتمالي چاودنې او په هیواد کښې د بیروت د پیښې د تکراریدا مسول وبلل .

هغه د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف ته په خطاب کښې وویل هغه څوک چې د یوه(۱) ملت پرضد کور ورانونکی جنګ او وژله پیل  کړي او هغه په سخت ډول کلابند کړي نور به د یوې (۱) کشتۍ برخلیک ته پام ونکړي .

هغه په ملګروملتونو او له سعودي عربستان سره د دغه موسسې په ملګرتیا سختې نیوکې سره وویل څوک چې د یمن د ماشومانو قاتلان د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ له شرمونکي فهرست څخه حذف کړي د انسانیت  په باره کښې د خبرې کولو حق نه لري .

د صافر د تیلو بیړۍ له تیرو څلورو (۴)کلونو راهسې د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده ولایت سواحلو ته نږدې لنګر اچولی دی او د سعودي عربستان تیریګر پوځیان د هغې د مرمت کولو مخه نیسي په کومې کښې چې تیل بار دي .