د سعودي عربستان الوتکو په یمن بریدونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92135-د_سعودي_عربستان_الوتکو_په_یمن_بریدونه_وکړل
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګرو جنګي الوتکو د یمن په څلورو (۴) ولایتونو کښې په یوشمیر سیمو حملې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2020 10:08 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان الوتکو په یمن بریدونه وکړل

زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګرو جنګي الوتکو د یمن په څلورو (۴) ولایتونو کښې په یوشمیر سیمو حملې وکړې .

د سعودي عربستان جنګي الوتکو دیمن په جنوب کښې په البیضا ، په مرکز کښې په مارب ، په شمال کښې په صعده او په لویدیځ کښې په الحدیده ولایتونو بریدونه کړي دی .

تراوسه د سعودي عربستان په حملو کښې د رسیدلیو تاوانونو او د  مرګ ژوبلو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی .

د سعودي عربستان تیریګر رژيم له تیرو څو کلونو راهسې د یمن د بې  ګناه خلکو پرضد له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابند او بریدونو ته دوام ورکړی چې له کبله یې په لسګونو زره خلک وژل شوي په سلګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .