-
په عربستان کښې د سوریې په هکله غونډه ترسره شوه
Jan 13, 2025 04:28د عربو او د لویدیځو هیوادونو د خارجه چارو وزیرانو د ریاض په غونډه کښې د سوریې د ټولو سیاسي بهیرونو په مشارکت سره په دغه هیواد کښې د قدرت د انتقال د بهیر او د سوریې له یوهیړوالي او واکمنۍ په ملاتړ کولو ټینګار وکړ.
-
د سوریې د راتلونکي په هکله نن په عربستان کښې غونډه کیږي
Jan 12, 2025 13:44فارس خبري اژانس راپور راکړی د عربستان پلازمینه ریاض ښار د سوریې د راتلونکي په هکله د لومړنۍ نړیوالې غونډې کوربه دی.
-
سوریې کښې ناامنۍ زیاته شوي او داعش ډلې ۱۳۰ کسان تښتولي
Jan 12, 2025 11:15مهر خبري اژانس راپور راکړی د سوریې رسنیو په هیواد کښې د ناامنۍ د زیاتیدا او له داعش سره د اړونده عناصرو لخوا د څه د پاسه سلو عادي ښاریزو په تیره بیا د علویانو د تښتولو خبر ورکړ.
-
د ټرمپ له ګواښونو هېڅ ویره نه لرو
Jan 11, 2025 07:24د فلسطین د اسلامي مقاومت د (حماس) غورځنګ یوه لوړرتبه غړي وویل: د امریکا ګواښونه د فلسطین د ملت لپاره اهمیت نه لري، فلسطینیان پوهېږي چې په حقه دي او د خپلو حقونو او آرمانونو لپاره جنګېږي، څو د نړۍ د نورو ملتونو په څېر په خپل هېواد کې ژوند وکړي.
-
د لوېدیځې آسیا نقشه د مقاومت د محور په ګټه بدله شوه
Jan 11, 2025 07:21د تهران د جمعې لمانځه موقت خطیب وویل: د نړیوال استکبار د هڅو په خلاف، د لوېدیځې آسیا د سیمې نقشه د مقاومت د محور په ګټه بدله شوه.
-
د پاسپورتونو د اعتبار له اړخه سنګاپور په لومړی او افغانستان په وروستۍ درجه کې دی
Jan 10, 2025 13:47د "هنلي پاسپورټ انډیکس" د نوي راپور له مخې، د افغانستان پاسپورټ په ۲۰۲۵ کال کې یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ وپېژندل شو.
-
پاکستان په سوریې کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه
Jan 09, 2025 15:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان د ملګروملتونو تر ملاتړ لاندې په سوریې کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.
-
روسیې په سوریې کښې د اسرائیلو په غیر قانوني تحرکاتو نیوکه وکړه
Jan 09, 2025 13:43فارس خبري اژانس راپور راکړی ملګروملتونو کښې د روسیې دائمي استازي «واسیلي نبنزیا» وویل د اسرائیلو غیرقانوني خوځښتونه او په جولان سیمه کښې د اوسني سیاست اجرا کول د سوریې یوهیړوالي ته ګواښ کوي.
-
امریکا یو مطیع، ولسی ضده، وروسته پاتې او لویدیځ ککړه ایران غواړي
Jan 08, 2025 17:15د اسلامي انقلاب رهبر د قم ولایت له زرګونو خلکو سره په کتنه کې، ایران د خپلو ارزښتناکو ډالیو لکه د طبیعي زیرمو، ښه جغرافیايي موقعیت او د ولسي ځواک په لرلو سره، چې د نړۍ له اوسط څخه زیات پرمختللی دی، په نړۍ کې یوه ستراتیژیکه څوکه وبلله.
-
په حمص کې د جولاني د عناصرو لخوا د سوري وګړو د تښتولو لړۍ دوام لري
Jan 07, 2025 14:53پارس ټوډې - د جولاني د عناصرو لخوا د سوري اتباعو تښتول او نامعلومو ځایونو ته دوی لېږدول اوس هم دوام لري او تر اوسه پورې د سوریې په لوېدیځ حمص ښار کې 900 کسان تښتول شوي دي.