-
په هستوګنه کورونو باندې بمباریانې؛ د حزب الله په مقابل کښې له ناتوانۍ وروسته په لبنان کښې د اسرائیلو نوي سټراټيژۍ:
Nov 18, 2024 11:29پارس ټوډی – د ځینو پوځي کارپيژاندو په وینا د صهیونیسټ رژيم پوځ د حزب الله د ځواکونو د نه تصور وړ مقاومت له لیدو وروسته د لبنان په جنوب کښې د سټراټيژۍ بدلولو ته مجبوره شوی دی.
-
د مالیزیا لومړي وزیر له ملګرو ملتونو څخه د اسرائیلو پر ایستلو ټینګار وکړ
Nov 18, 2024 09:42د مالیزیا لومړي وزیر د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې د خلکو د نسل وژنې پر دوام په نیوکې سره، له ملګرو ملتونو د دغه رژیم د ویستلو لپاره د غړیو هېوادونو د اجماع غوښتنه وکړه.
-
د لبنان هیواد د واکمنۍ ساتل د هرې موافقې شرط دی
Nov 17, 2024 01:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د پارلمان یوه استازي «قاسم هاشم» په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د اوربند په هر احتمالي تړون کښې باید د هیواد د واکمنۍ احترام وشي زیاته کړه چې د لبنان پارلمان د اوربند لپاره د امریکا په وړاندیز شوي پلان باندې د غور کولو په حال کښې دی.
-
د پوهنتونونو پینځه سوه استادانو له اسرائیلو د جرمني په ملاتړ اعتراض وکړ
Nov 17, 2024 01:39تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د جرمني او د نړۍ د نورو هیوادونو د پوهنتونونو په سلګونو استادانو له سختې لهجې په ډک پرانیستي لیک کښې د جرمني حکومت ته بلنه ورکړه چې د اسرائیلو رژيم په هکله په خپلو دریځونو کښې بیا کتنه وکړي او د دغه رژیم په هکله خپل سیاست بدل کړي.
-
اسرائیل د ایران، د عراق او د سیمې د نورو هیوادونو ګډ دښمن دی
Nov 17, 2024 00:52په عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «محمد کاظم ال صادق» په دې خبرې باندې ټينګار سره چې په غزې تړانګې او لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د امریکا ملاتړونه په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د ناامنۍ عامل دي وویل : صهیونیسټ رژيم د ایران ، د عراق او د سیمې د نورو هیوادونو ګډ دښمن دی.
-
په ۲۰۲۳ کال کې ۵۲۳ امریکايي پوځیانو ځان وژنه کړې ده
Nov 16, 2024 02:41د امریکا د دفاع وزارت د نوامبر په ۱۴مه په یوه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهېسې په امریکايي ځواکونو کې د ځان وژنې شمېر زیات شوی دی.
-
د لبنان د حکومت او مقاومت له پرېکړو ملاتړ کوو
Nov 16, 2024 02:37د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار ویلي: هره پریکړه چې د لبنان حکومت او مقاومت یې وکړي، د هغه ملاتړ کوو.
-
پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو زیان له ۸ میلیاردو ډالرو ډېر دی
Nov 16, 2024 01:53نړیوال بانک ویلي چې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ جګړو د لبنان زیربناوو ته اته نیم میلیارده ډالره زیان اړولی دی. دغه بانک د دې جګړې اقتصادي زیانونه پنځه میلیارد ډالره او فزیکي زیان یې ۳.۴میلیارد ډالره اټکل کړي دي.
-
د نتانیاهو د اوسېدنې پر سیمې د ډرون الوتکې برید
Nov 15, 2024 11:56د سحاب شبکې د خبر له مخې؛ اسرائیلي رسنیو اعلان کړی چې تېره شپه په حیفا او تل ابیب کې په قیصریه کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اوسېدو له سیمې څخه د چاودنې غوږ اورېدل شوی دی.
-
له استکبار سره مبارزه، د حق او باطل ترمنځ دایمي جګړه
Nov 15, 2024 08:59استکباري نړۍ د تاریخ په اوږدو کې، خپل لاسونه د میلیونونو بې ګناه انسانانو په وینو رنګ کړي دي. امریکايي پانګوال پر صهیونیسټانو وسلې خرڅوي، څو د غزې او لبنان د مظلومو خلکو د وژلو لپاره یې وکاروي. سره له دې چې د دغو وحشیانه اعمالو پر وړاندې د اعتراضونو چیغې په ټولې نړۍ کې اورېدل کېږي، په غزه او لبنان کې د وحشي صهیونیسټانو بې سارې نسل وژنه اوس هم دوام لري او دوی تر بل هر وخت زیات مغروره کېږي.