-
په غزې باندې بریدونه سمدستي ودروئ
Nov 06, 2023 03:56د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر امریکا ته خبرداری ورکړ چي ژر تر ژره په غزې باندې جنګ ودروي که نه وي نو له سختو ګوزارونو سره مخ شي.
-
د ایران ولسمشر د عیسویانو له مشر پاپ سره په تماس کې د غزې په وړاندې د هغه د غبرګون غوښتونکی شو
Nov 06, 2023 03:52د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د عیسویانو له معنوی مشر پاپ فرانسیس سره په تماس کې وویل: په لوېدیځو هیوادونو کې د پاپ اهمیت ته په کتو سره، له تاسو غواړو چي د اسرائیل رژیم ملاتړو غربي هیوادونو ته په غزې باندېد جنایاتو د بندولو لپاره خبرداری ورکړئ او په دغه مساله کې د مظلوم او ظالم په هکله وضاحت ورکړئ.
-
د ایران خارجه وزیر له ملګرو ملتونو، بریکس ډلې او شانګهای سازمان څخه د صهیونیست رژیم په ضد د سملاسي اقداماتو غوښتونکی شو
Nov 06, 2023 03:50د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په دریو جلا لیکونو کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش، د بریکس ډلې له بهرنیو چارو وزیرانو او د شانګهای د همکاریو د سازمان له سرمنشي څخه غوښتنه وکړه چي په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو د بندولو لپاره سملاسي اقدامات وکړي.
-
د امریکا او د اروپا خلکو د اسرائیلو جنایتونه وغندل
Nov 05, 2023 02:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په واشنګټن کښې پرون په زرګونو خلکو د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ لپاره په واټونو کښې مظاهرې وکړې او د غزې د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه یې وغندل.
-
د فلسطین مبارزانو پینځه اسرائیلي پوځيان وژلي
Nov 05, 2023 01:43شهاب خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ د غزې ښار په شمال لویدیځ کښې د صهیونیسټ رژیم له یوشمیر عسکرو سره په جنګ کښې پینځه صهیونیستي پوځیان هلاک کړل او یوشمیر نور یې ژوبل کړل.
-
حماس غورځنګ په اسرائیلو راکټونه وویشتل
Nov 05, 2023 01:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی قدس غونډونو بیګا وویل په تل اویو کښې یې په عسقلان، اسدیروت ، نیرعام ، مقلاسیم، کفار عزه او کفار سعد سیمو باندې د راکټونو بریدونه کړي دي.
-
ایران د غزې د خلکو پرضد د ظلمونو د بندیدا غوښتنه وکړه
Nov 04, 2023 01:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د بریتانیا خارجه وزیر جیمز سپینسر کلیورلې (James Spencer Cleverly) د فلسطین د غزې د بدلونونو او د ځینو دوه اړخیزه موضوعګانو په هکله خبرې وکړې.
-
امریکا بشری حقوق د جنایتکارصهیونیسټي رژیم دګټو قرباني کړی دي
Nov 03, 2023 04:09د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ووئيل، امریکا او په ګوته شمیر څو هیوادونو ، ملګري ملتونه برمته کړي دی او نړیواله سوله امنیت او بشری حقوق ئې د اسرائيلو دجنایتکار او توکمپال رژیم د ګټو قرباني کړي دي .
-
له حزب الله مبارزانو څخه د امریکا او اسرائیلو ویره او وحشت لازیات شوی دی
Nov 03, 2023 02:54د صهیونیسټ رژيم خبری چینلونو راپور ورکړی دی ، په درست مینځتي ختیځ کې د سید حسن نصر ا... له وینا تر مخکې پورې ساه بنده شوې ده او ډیری په دې تمه دي چې له دغې وینا وروسته څه پیښیدونکي دي.
-
دکراچۍ فضا مره دې وي امریکا او مړۀ دې وي اسرائيلو ډکه شوه
Nov 03, 2023 01:35د پاکستان په کراچۍ ښار کې پرون د جمعیت علمای اسلام ف څانګې په اهتمام سره دله فلسطین سره د پیوستون او د طوفان الاقصی عملیاتو په ملاتړ کې ستره غونډه جوړه شوه.