د فلسطین مبارزانو پینځه اسرائیلي پوځيان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141036-د_فلسطین_مبارزانو_پینځه_اسرائیلي_پوځيان_وژلي
شهاب خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ د غزې ښار په شمال لویدیځ کښې د صهیونیسټ رژیم له یوشمیر عسکرو سره په جنګ کښې پینځه صهیونیستي پوځیان هلاک کړل او یوشمیر نور یې ژوبل کړل.
(last modified 2023-11-04T23:48:33+00:00 )
Nov 05, 2023 01:43 Asia/Kabul
  • د فلسطین مبارزانو پینځه اسرائیلي پوځيان وژلي

شهاب خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ د غزې ښار په شمال لویدیځ کښې د صهیونیسټ رژیم له یوشمیر عسکرو سره په جنګ کښې پینځه صهیونیستي پوځیان هلاک کړل او یوشمیر نور یې ژوبل کړل.

د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویاند ډانیل هاګاري هم پرون وویل د اسرائیلو دوه سوه یوڅلویښت پوځیان په غزې تړانګې کښې قیدیان دي او مونږ د هغوې کورنیو ته اطلاع ورکړي ده.

د صهیونیسټ رژيم د پوځ ویاند په دې خبرې باندې اعتراف سره چې په شمالي سرحدونو کښې د اسرائیلو پوځيان کاملا تیارسی دي د لبنان حزب الله غورځنګ ته د سختو ګوزارونو د ورکولو ادعا یې وکړه.

د فلسطین د حماس غورځنګ عزالدین قسام  غونډ  پرون وویل د غزې تړانګې په شمال کښې په بیت لاهیا سیمه کښې یې په صهیونیسټي عسکرو برید وکړ او څلور یې ترې هلاک کړل او زیاته یې کړه مونږ به په غزې تړانګه کښې په نیواکګرو باندې بریدونو ته دوام ورکړو.

بل خبر دا چې عزین الدین قسام غونډ په دوه سوه پنځوسو «عیاش» نومې توغندیو سره په ایلات صهیونیسټ میشته ښارګي باندې بریدونه وکړل.

د صهیونیسټ رسنیو هم  په ایلات، سدیروت، نیر عام صهیونیسټ میشته ښارګیو او د غزې تړانګې په خوا کښې په صهیونیسټي ښارګیو کښې د خبرداري ورکونکو سایرونو غږونو د اوریدا خبر ورکړ.