-
د اسرائيلو اډې ته څېرمه د امام حسين (ع) بيرغ ورپول شو
Aug 06, 2023 13:14د «مدي العالم» کاروونکي اکاونټ په ټویټر کې د اشغال شویو سیمو پر وړاندې د لبنان په سویل په «یارون» ښارګوټي کې د امام حسین (ع) د بیرغونو د پورته کولو ویډیو خپره کړه. د یارون په سرحدي ښارګوټي کې چې د اسرائیلو یوې پوځي اډې ته نږدې دی، د حسیني بیرغونو ځړول، صهیونیسټي پوځیان په بیړني حالت کې راوستل.
-
د صهیونیسټانو پر ضد د مقاومت ۲۴ عملیات ترسره شوي
Aug 05, 2023 09:18د فلسطین د اطلاعاتو مرکز معطي خبر ورکړی چې په تېره شپه او ورځ کې د صهیونیسټانو پر ضد ۲۴ مقاومتي عملیات ترسره شوي دي.
-
د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز سرحدي سیمې کتلي
Aug 03, 2023 02:03شهاب خبري سایټ راپور ورکړ د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله له فعالیتونو د اسرائیلو د پوځي ټولنو د ویرې په زیاتیدا سره د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز د شمالي سرحدونو کتنه وکړه او د دغه سیمې په امنیتي حالت یې غور وکړ.
-
اسراییلي پوځیانو بیا پر جنین برید وکړ
Aug 01, 2023 11:09رسنیو خبر ورکړی دی چې د صهیونیسټ رژیم پوځیانو یو ځل بیا د لویدیځې غاړې په جنین ښار حمله کړې ده .
-
د اسرائیلو وسیدونکي د دغه رژیم نابودۍ احساسوي
Jul 31, 2023 01:55المیادین ټيلي ويژن راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د بهرنیو اړیکو مسوول عمار الموسوي وویل د نیواکي فلسطین وسیدونکي د صهیونیسټ رژیم له مینځه تلل احساسوي.
-
بې نقابه امریکا
Jul 30, 2023 10:43د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د بې نقابه امریکا نومي لړۍ له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د تېرو برنامو په څېر په لومړي سر کې په تېرې اونۍ کې د امریکا مهمو خبرونو او بدلونونو ته کتنه کوو.
-
په نیواکي قدس کې د فلسطینیانو د کورونو د ورانېدا
Jul 30, 2023 08:46صهیونیستي ځواکونو په نیواکي قدس کې د فلسطینیانو د کورونو د ورانولو د بهیر په دوام کې دا ځلې د یوې بې وزلې فلسطیني کورنۍ کور ور هوار کړی دی.
-
له اسرائیلو پنځوس فیصده شرکتونه تښتیدلي دي
Jul 26, 2023 07:24قدس پریس خبري اژانس راپور راکړی د یوې نظر سنجې نتیجې وايي په نیواکي ټاټوبي(اسرائیلو) کښې څه د پاسه پنځوس فیصده نوي شرکتونه له نیواکي فلسطین څخه خارج ته د خپلو پانګونو د انتقالولو په حال کښې دي.
-
له اسرائیلو سره به د امریکا مرستې دوام ولري
Jul 26, 2023 07:09رویټرز خبري اژانس راپور راکړی په صهیونیسټ رژیم کښې د قضايي لومړنیو بدلونونو د لایحې له تصویبیدا وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له تل اویو سره د واشنګټن د مرستو د دوام خبر ورکړ.
-
د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو کې درې فلسطینیان شهیدان شول
Jul 25, 2023 10:31د اردن سیند په لويدیځه غاړه کې د صهیونیسټانو د ډزو له امله درې فلسطینیان شهیدان شوي دي.