په نیواکي قدس کې د فلسطینیانو د کورونو د ورانېدا
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136384-په_نیواکي_قدس_کې_د_فلسطینیانو_د_کورونو_د_ورانېدا
صهیونیستي ځواکونو په نیواکي قدس کې د فلسطینیانو د کورونو د ورانولو د بهیر په دوام کې دا ځلې د یوې بې وزلې فلسطیني کورنۍ کور ور هوار کړی دی.
(last modified 2023-07-30T20:45:07+00:00 )
Jul 30, 2023 08:46 Asia/Kabul
  • په نیواکي قدس کې د فلسطینیانو د کورونو د ورانېدا

صهیونیستي ځواکونو په نیواکي قدس کې د فلسطینیانو د کورونو د ورانولو د بهیر په دوام کې دا ځلې د یوې بې وزلې فلسطیني کورنۍ کور ور هوار کړی دی.

د صهیونیست رژیم تندلارې کابینې د دې رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو په ملاتړ په نیواکي قدس او د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د کورونو ورانولو بهیر ته چټکتیا وربخښلې ده.

په یادو سیمو کې د فلسطینيانو د کورونو ورانول او د هغوی په ځمکو صهیونیستانو ته د ښارګوټو جوړونه، د قدس شریف او د اردن د سیند د لوېدیځې غاړې د نفوس د جوړښت د بدلون په موخه تر سره کیږي.

د ایران پرس له راپور سره سم، صهیونیستي فوځیانو تېره ورځ د نیواکي قدس په بیت حنینا سیمه کې په زوره د یوه فلسطیني کور ور هوار کړی دی.

دغه کورنۍ په زوره له کوره ایستل شوي او له خپلو ماشومانو سره د صهیونیستي ځواکونو له لورې د خپل کور د ورانولو کتونکې وه.

صهیونیستي رژیم د لوېدیځو هیوادونو او د امریکا په ملاتړ او د ملګرو ملتونو او یو شمېر اسلامي هیوادونو له چوپتیا څخه په استفادې سره هره ورځ د فلسطینیانو کورونه ورانوي او د هغوي د ځمکو په غصبولو سره، صهیونیستي ښاریزو ښارګوټي جوړوي.