-
افغان توکمه عایشه وهاب د امریکاکانګرس سیالیو ته غوره شوه
Aug 22, 2026 04:48پارس ټوډې - عایشه وهاب په نیویارک ښار کې زیږېدلې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړې او خور ئې د خپل مور او پلار له مړینې وروسته لومړی د ماشومانو د سرپرستۍ ادارو تر څارنې لاندې وې او وروسته د کلیفورنیا یوې کورنۍ په فرزندۍ ومنلې.
-
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه نیول شوي کارکوونکي خوشې شول
Aug 21, 2026 04:55ملګرو ملتونو پرون د پنجشنبې په ورځ فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان استخباراتي ادارې د ملګرو ملتونو دوه کارکوونکي، چې څه باندې یوه اونۍ مخکې نیول شوي وو، خوشي کړي دي.
-
د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د تدفین څلوېښتي په پرتم سره ولمانځل شوه
Aug 19, 2026 04:45پارس ټوډې: د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې او خاورو ته د سپارلو د څلوېښتۍ دستورې د تهران په امام خمیني (ره) عیدګاه یا مصلی کې د دغه شهید رهبر د لسګونو زره مینهوالو په ولولناک شتون سره ترسره شوې.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوه فرانسوي ډیپلوماتان «ناخوښ عناصر» وپېژندل
Aug 19, 2026 07:27د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ادارې د دوو فرانسوي ډیپلوماتانو د «نامطلوبو عناصرو» په توګه د معرفي کولو په اړه یوه خبرتیا خپره کړې ده.
-
د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی
Aug 19, 2026 06:40د پاکستان په اسلاماباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست، د سیمې او نړۍ لپاره د افغانستان د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل: یو امن او باثباته افغانستان د جیوپولیټیکو سیالیو د ډګر پر ځای، د سیمهییزې نښلونې او د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر یوه پله بدلیدلی شي.
-
د الحدیده په جنوب کې پر تالی څټو ځواکونو د یمن پوځ د ډرونز حمله کړې
Aug 19, 2026 06:33خبري سرچینو د یمن د وسلهوالو ځواکونو له لورې د یمن د لوېدیځ په الحدیده ولایت کې د «الخَوخه» ښار پر مرکز د بېپیلوټه الوتکې د برید خبر ورکړی دی.
-
د شهید رهبر میراث به په دفاعي صنعت کې په پیاوړتیا اوقدرت سره دوام ومومي
Aug 19, 2026 06:28پارس ټوډې: د ایران د دفاع او وسلهوالو ځواکونو د ملاتړ وزارت پرون د دفاعي صنعت د ورځې او د مجاهد شهید رهبر امام خامنه اي د تدفین د څلوېښتۍ په مناسبت په یوې اعلامیې کې وویل: په دفاعي صنعت کې به د امت د شهید لارښود لاره په پوره قدرت سره دوام ومومي.
-
د ټرمپ تش ګواښونه او د امریکا د قدرت لړزانتیا (سیاسی تبصره)
Aug 19, 2026 06:22پارس ټوډې – د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا یو هېواد په بمبارولو ګواښلی؛ دې ځل ئې عمان په نښه کړی، هغه هېواد چې له یوې خوا د ایران د اړوندو خبرو اترو په بهیر کې او له بلې خوا د هرمز تنګي د تګ راتګ په تړاو وروستیو بدلونونو کې رول لري.
-
د کمزوري ایران تصّور په بشپړ ډول له ختم شوی دی
Aug 19, 2026 05:21پارس ټوډې: د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د جنګ له وړاندې مودې سره د ایران د بهرني سیاست د توپیر په اړه وویل: د کمزوري ایران تصور په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
-
جنایتکار دښمن ناکام شو او د ایران ایټمي صنعت ته ئې لاس ونه رسید
Aug 19, 2026 05:11پارس ټوډې: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان جانشین، د امریکا پر وړاندې د ایران د ۴۷ کلنې مبارزې ته په اشارې وویل: دښمن ناکام شو او ونه توانېد چې د ایران ایټمي صنعت ته لاسرسی پیدا کړي.