-
سره سمندر کې د امریکا پر کښتۍ حمله شوې ده
Jan 16, 2024 10:22زموږ خبریال راپور راکړی د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع په سره سمندر کې د امریکا پر یوې کښتۍ باندې حمله تائید کړه.
-
طالبانو له تعلیمي نصاب څخه ځینې کتابونه حذف کړي دي، نور جزئیات دلته لرو
Jan 16, 2024 09:57زموږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د لومړنیو ښوونځیو له تعلیمي نصاب څخه یې هغه کتابونه لرې کړي چې "د اسلامي اصولو او افغاني کلتور خلاف" وو.
-
مقاومتي ځواکونه په سیمه کې په خپلواکه توګه عمل کوي
Jan 15, 2024 08:22د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان وویل: مقاومتي ځواکونه د یمن په ګډون په سیمه کې، په خپلواکه توګه او د خپلو ګټو په چوکاټ کې اقدام کوي.
-
جیش الظلم جنایتکاره ډله،تشکیلات او موخې ئې (وروستۍبرخه)
Jan 15, 2024 13:49د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې د جیش الظلم (جیش العدل)جنایتکارې ډلې د تشکیلاتو او سپيروموخو نومې لړۍ له ننني وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.ددغې لړۍ په مخکینۍ برخې کې مو ددغې ډلګۍ د جوښت او موخو په باب درسره وغږیدو،نو اوس هم په وروستۍ برخې کې په ایران کې دړ ځینو مرتجو عربو هیوادونو او امریکا د ملاتړ وړ دغې ډلګۍ د انسان ضده او تورتمې کارنامې ځيني برخې هم درسره شریکې کوو، هو هیله ده ترپایه راسره ملتیا و کړئ.
-
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو نیم میلیون جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده، جزئیات په راپور کې واورئ
Jan 15, 2024 12:21د طالبانو د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د یو نیم میلیون جریبه غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو اعلان وکړ.
-
په افغانستان کې د ایران سفیر پاکستان ته په سفر تللی
Jan 15, 2024 11:51په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر له پاکستاني چارواکو سره د کتنې او مشورې په موخه اسلام اباد ته تللی دی.
-
د افغانستان په کندوز ولایت کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، نور حال په راپور کې واورئ
Jan 15, 2024 11:14دا کاري بوختیا په داسې حال کې دوی ته پیدا شوې، چې د تولید او پروسس یوه شرکت د افغانستان د کندوز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې پر ٧٠٠ جريبه ځمکه د یو میلیون او ٢٠٠ زره ډالرو په ارزښت غواړي، چې هینجه وکري.
-
په عراق کې د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله د اسرائیلو د استخباراتو درې افسران په هلاکت ورسېدل
Jan 15, 2024 10:07د یروشلم پوسټ ورځپاڼې څرګنده کړې چې د عراق په اربیل ښار کې د صهیونیسټي رژیم د استخباراتو د ۸۲۰۰ قطعې پر مرکز د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د استخباراتو درې افسران په هلاکت رسېدلي.
-
عراق ته د ایران په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی
Jan 15, 2024 09:50د ایران او عراق د سوداګرۍ د ګډې خونې یوه غړي په تېرو ۱۰ میاشتو کې عراق ته، د ایران په صادراتو کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.
-
په کاپیسا او بامیانو کې دوو ځوانانو ځان وژنه کړې ده
Jan 15, 2024 09:34د بامیانو سیمه ایز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه ۱۶ کلن هلک د ځانوژنې خبر ورکوي.