-
پاکستان، طالبان د دوحې د تړون په خلاف ورزۍ تورن کړل
Aug 08, 2023 11:24جنرال عاصم د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د قبایلي مشرانو په ټول کې وویل اسلام آباد د افغانستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو د پټنځایونواو د هغوي د عمل د آزادۍ په هکله اندیښنه لري.
-
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي په نړۍ کې ۶۲م او په آسیا کې ۱۲م مقام خپل کړ
Aug 08, 2023 14:18د فوټسال نړیوالې ډلبندۍ وېبپاڼې اعلان کړی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیواله ډلبندۍ کې څلور او د آسیا په ډلبندۍ کې دوه ځایونه پورته شوي دي.
-
یو فلسطیني موذن د قرآنکریم د تلاوت پر مهال مړ شوی
Aug 08, 2023 13:56د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د یوه جومات مؤذن حاج ابو هیثم السویرکي د قرآنکریم د تلاوت پرمهال مړ شوی او د دغې پېښې ویډیو په مجازي پاڼو کې خپره شوې ده.
-
د قرآن زده کولو ته د ماشومانو هڅولو لپاره د یوه ترکي مبلغ نوښت
Aug 08, 2023 13:24یو ترکي مبلغ په جومات کې د خوراکي توکو د غرفې په جوړولو سره، ماشومان د قرآنکریم او نبوي سنتو زده کړو ته هڅوي.
-
نړیواله ټولنه له افغان سرې میاشتې سره مرسته کوي
Aug 08, 2023 09:31د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر نن دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغې ادارې له رئیس مولوي مطیع الحق خالص د افغان سرې میاشتې د مرکزي ادارو رئیسانو سره د خپل وروستي سفر جزیات شریک کړل.
-
دایران خارجه وزارت په مزارشریف کې د ترهه ګر اقدام د اړخونو په روښانه کولوټینګاروکړ
Aug 08, 2023 08:39په دغه بیانیه کې راغلی دی ۲۵ کاله پخوا د افغانستان د داخلی نښتو په وخت مزار شریف ښار ته د طالبانو په ورتګ پسې د اخلاقي ، انسانی او نړیوالو ژمنو په خلاف د ایران په کونسلیټ حمله وشوه او د اسلامي ایران ډیپلوماټان او خبریال شهیدان کړې شول .
-
د مصر پلاوي او ډيپلوماټانو له طالبانو سره کتنه کړي ده
Aug 08, 2023 07:36زمونږ خبریال راپور راکړی د مصري پلاوي مشر حسن عبدالسلام النجار په کابل کې د مصر سفارت له لومړي سکرتر او د قونسلي چارو مسؤل محمد احمد عبدالحلیم سره يوځای د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي رياست له رئیس ښاغلي فيضان الله ناصري سره وكتل.
-
طالبانو له روسي سوداګرانو سره کتلي دي.
Aug 08, 2023 07:23زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د سوداګرو یوه پلاوي په کابل کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره وکتل.
-
ننګرهار کې زرو کونډو او بې وزله میرمنو سره نغدي مرستې وشوې نور حال دلته لرو
Aug 08, 2023 06:32زمونږ خبریال راپور راکړی د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وایي د مرستو دا لړۍ به لغمان او کونړ ولایتونو ته هم وغزوي.
-
پاکستان، طالبان د دوحې د تړون په خلاف ورزۍ تورن کړل
Aug 08, 2023 04:02د پاکستان پوځ د دغه هیواد له تحریکِ طالبان څخه په ملاتړ باندې د افغانستان د طالبانو د حکومت په تورنولو سره وویل چې د کابل حکومت د دوحې د تړون خلاف ورزي کړې او دا د سیمې د صلحې او امنیت په تاوان دی.