-
د جولاني تشکیلاتو پټ امر: د اعدامونو او لوټمارۍ هیڅ انځور او ویډیو باید خپره نه شي
Dec 29, 2024 07:30پارس ټوډی - په سوریه کې د جولاني عناصرو د وحشت د انځورونو او ویډیوګانو په خپریدو سره، په دې اړه د ترهګرو ترمنځ د پټې تګلارې امر صادر شوی دی.
-
د پاړه چنار د خلکو په ملاتړ د پاکستان د اهل تشیع د مظاهرو دوام
Dec 28, 2024 03:07د پاړه چنار د مظلومو اوسېدونکو په خلاف د ترهګرو د جنایتونو په غندلو کې، د اهل تشیع د اعتراضونو او مظاهرو لړۍ اوس هم دوام لري.
-
پر افغانستان برید به کرکه نوره هم زیاته کړي
Dec 28, 2024 02:43د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې، پر افغانستان د بمبارۍ او د کډوالو د جبري ایستلو له امله په پاکستان کې ترهګري کمه شوې نه ده، خو کرکه ورسره ډېره شوې ده.
-
پکتیکا کې د پاکستان د برید له امله ۲۰ ماشومان وژل شوي دي
Dec 27, 2024 10:27د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان په هوايي بریدونو کې یې د ۲۰ ماشومانو د وژل کېدو راپورونه ترلاسه کړي دي.
-
حامدکرزي پر پکتیکا د پاکستان بمباري د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی
Dec 25, 2024 10:12د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان له ملي حاکمیت څخه ښکاره تېری بللی دی.
-
پر پکتیکا د پاکستان په هوایي برید کې د تلفاتو شمېر ۴۶ کسانو ته ورسېد
Dec 25, 2024 09:49د طالبانو ویاند ویلي چې، تېره شپه د پاکستان د جیټ الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ تنو ته ورسېد.
-
طالبان وایي د پاکستان حمله بې ځوابه نه پرېږدي
Dec 25, 2024 09:32طالبانو تینګار کړی چې د خپلې خاورې دفاع خپل منل شوی حق ګڼي او ځوابي اقدام به وکړي. د پاکستاني الوتکو له خوا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو له بمبارۍ وروسته د طالبانو دفاع وزارت وویل چې دغه حمله په کله غندي.
-
ایران ګام په ګام سیمه له ترهګرو پاکه کړه
Dec 25, 2024 08:13د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار علي لاریجاني پرون وویل: د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، ډېر بدلونونه وشول، لکه تپل شوې جګړه، د امریکا لخوا د عراق او افغانستان اشغال، د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو ۳۳ ورځنی جنګ، په سوریه کې جګړه، په سیمه کې د داعش حضور او په یمن کې جګړه؛ خو ایران د انقلاب د رهبر په هوښیارانه رهبرۍ او د شهید جنرال قاسم سلیماني په حضور سره، ګام په ګام سیمه د ترهګرو له ناوړه وجوده پاکه کړه.
-
په ځمکې، سمندر او هوا کې هېڅ ځواک پر سپاه پاسداران باندې د برلاسي کېدو توان نه لري
Dec 24, 2024 04:09د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قوماندان پر دې خبرې په ټینګار سره چې، په نړۍ کې هېڅ قدرت نشته چې په ځمکه ، سمندر او هوا کې د سپاه پاسداران پر ځواک برلاسی شي وویل : د ایران د اسلامي جمهوریت ځواک له سرحدونو بهر وتلی دی.
-
افغانستان کې د تېر حکومت څه باندې ۱۱ زره پوځیان مړه او بندیان شوي دي
Dec 24, 2024 03:01په افغانستان کې د مخکیني جمهوري نظام د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواري ویلي چې، طالبانو د خپل حکومت په درې کلنه دوره کې له ۳۴۰۰ څخه ډېر امنیتي او دفاعي ځواکونه په شرمناک او موموز ډول وژلي دي.