-
د تهران په مصلی کې د في سبیل الله مجاهد سید حسن نصرالله د یاد مراسم پیل شول
Oct 04, 2024 08:44د ایرنا د خبر له مخې؛ د في سبیل الله مجاهد شهید سید حسن نصرالله د یاد مراسم چې د همدې اونۍ د جمعې د لمانځه د خطبو له پیل څخه مخکې په تهران کې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۴ نېټه د انقلاب د معظم رهبر په مشرۍ د ترسره کېدو په حال کې دي، د اسلامي انقلاب د معظم لارښود له خوا، د اسلامي امت سید، د في سبیل الله مجاهد، د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر، شهید حجت الاسلام و المسلمین سید حسن نصرالله او د سردار نیلفروشان په ګډون د هغه د ملګرو د شهادت یاد او خاطرو نمانځنه کېږي.
-
سبا به د جمعې لمونځ د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په امامت وشي
Oct 03, 2024 01:48د تهران د دې اونۍ د جمعې لمونځ د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په امامت ترسره کیږي.
-
تهران پوهنتون په علمي برخه کښې د غوره اسلامي پوهنتونونو په سر کښې دی
Sep 30, 2024 06:36پارس ټوډی- تهران پوهنتون د «اِجو رینکEdu rank» » د رتبه بندۍ له مخې د شناختي علومو په برخه کښې د اسلامي نړۍ د غوره پوهنتونونو په سر کښې راغلی دی.
-
د اسلام د ګران پیغمبر او د امام جعفر صادق(ع) د نېکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
Sep 21, 2024 01:54نن شنبه د ۱۴۴۶هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۱۷مه نېټه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له ۲۱مې سره برابره ده، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) او د نړۍ د اهل تشیع د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق(ع) له نېکمرغه برکت ناکې زوکړې سره سمون خوري.
-
د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس نن د ایران د ولسمشر په شتون سره پيل شو
Sep 19, 2024 11:24د فلسطین پر مسئلې باندې په ټینګار سره، د ګډو ارزښتونو د ترلاسه کولو لپاره اسلامي ملګرتیاوې، تر عنوان لاندې، د اسلامي وحدت د نړیوال کنفرانس د اته دېرشم پړاو غونډه، نن د پنجشنبې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په شتون سره پیل شوه.
-
د وحدت اونۍ او د نبي اکرم (ص) نېکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وي
Sep 16, 2024 10:16نن د دوشنبې ورځ د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع الاول ۱۲ مه نېټه چی د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له ۱۶مې نېټې سره سمون خوري، د یوه روایت له مخې، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د نېکمرغه زوکړې ورځ او د وحدت اونۍ ده.
-
د حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت په مناسبت تسلیت ومنئ
Sep 12, 2024 03:04نن د پنجشنبې ورځ د ۱۴۴۶ قمري کال د ربیع الاول ۸مه نېټه ده چی د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له ۱۲مې نېټې سره سمون خوري، د ولایت د آسمان د یوولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت د کلیزې ورځ ده.
-
د خدای ګران رسول، د وحدت او یووالي سرچینه (د یووالي اونۍ ځانګړی مطلب دویمه برخه)
Sep 11, 2024 10:15یووالی او ورورولي یو له هغو ښایسته کلمو څخه دی، چې د نور او رحمت پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) مسلمانانو ته ډالی کړی دی. کله چې د خدای رسول د مکې له مسلمانانو سره یوځای مدينې ته ننوت، د لومړي ځل لپاره د اسلامي ټولنې په فضا کې د يووالي غږ پورته شو. د حکومت له جوړېدو وروسته رسول الله (ص)، مهاجرين او انصار د ورورولۍ او اخوت تړون ته راوبلل.
-
د رڼا سرچینې (۱۱۲) مؤمنان د پیغمبر د ملاتړ تر چتر لاندې
Sep 09, 2024 09:57د رسالت له پيل څخه درې کاله وروسته د خدای ګران رسول (ص)، د خاموشۍ مُهر مات کړ او له افرادو سره يې د شخصي تماسونو لپاره، عامه دعوت ته لاره هواره کړه. حضرت د شخصي تماسونو له لارې په دې توانېدلی وو، چې یوه ډله د حق لارې ته هدایت کړي، خو هېڅکله دا بریا د ده وروستۍ هیله نه وه. له دې امله؛ یوه ورځ د صفا په غره کې پر یوې لوړې ډبرې ودرېد، او په لوړ آواز سره یې وفرمایل: یا صباحاه! عربان د صباحا کلمه د خطر د زنګ په توګه کارويو ترڅو خلک خبر کړي.
-
د اسلامي نړۍ د یووالي پر ژورولو او پراخولو ټینګار
Sep 06, 2024 02:30د ایران د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې مشر په اسلامي نړۍ کې د یووالي پر ژورتیا او پراخولو ټینګار وکړ.