-
د طالب مشرانو پلاوی پاکستان ته په سفر روان شوی
Aug 24, 2020 00:24خبرې سرچینې وائي طالبانو ته د سفر دغه بلنه پخپله د پاکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشي له خوا ورکړل شوې ده .
-
پاکستان بایدپخوا پر طالب مشرانو بندیزونه لګولي وائ
Aug 24, 2020 00:12له پاکستانه د افغان حکومت غوښتنه له پخوا راهسې ډېره روښانه ده، مونږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان صادقانه او عملي اقدامات غواړو ا و بیا هم په خپل دریځ ټینګار کووچې له ترهه ګرۍ سره مبارزه صادقانه او کلک هوډ ته اړتیا لري .
-
په ایران کې په کرونا کابو ۳لکه لس زره ککړکسان ښه شوي دي
Aug 23, 2020 10:37په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر تر دې دمه څه دپاسه درویشت میلیون او څلورو لکو تنو ته رسیدلی چې له دوي کابو اته لکه نهه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداراز څه دپاسه پنځلس میلیون او نهه لکه پنځه دیرش زره تنه هم په درملنې پسې ښه شوي اوله روغتونونو رخصت شوي دي .
-
په امنیت شورا کې له نورو هیوادونو سره د امریکا ډغره خطرناک اقدام دی
Aug 23, 2020 10:06د ایران په ضد د ټریګر له میکانزم څخه داستفادې په باب د امنیت شورا مشر ته د امریکا لیک په لیږد پسې د روسیې او چین او اروپائي ټرائيکا پشمول د امنیت شورا یولسو غړو هیوادونو د امریکا له دغې سرزروۍ او یواړخیز پالنې سره کلک مخالفت کړی او وئيلي ئې دي ،دامریکا دغه فیصله غیر قانوني ده او هیڅ اصولي رواوالی نه لري .
-
تهران اوماسکوپوځي ملګرتیاوې نوره هم پراخوي
Aug 23, 2020 09:57د ایران دفاع وزیر وئيلي ، د ټریګر یا ماشې د مکانزم څخه په استفادې او دبندیزونو په بیرته ستولو کې د امریکا غوښتنې ته د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې د غړو هیوادونو کلک ځواب هم د امریکا په زیات غوښتنو باندې یو بل مضبوط ګوزار دی .
-
په پاکستان کې د ترهه ګرو ډلو د مشرانو په ضد دبندیزونو سختیدا
Aug 23, 2020 09:25پاکستان چې په کابو له دوو لسیزو راهسې د ترهه ګرو ډلو د ورانکارو او مرګونو اقداماتو له امله د اسلام اباد پشمول په بیلابیلو سیمو کې د ناکراریو له پراخې څپې سره مخامخ شوې ده .په وروستیو کلونو کې له ترهه ګرۍ سره د کوټلي مقابلې د سیاست پر کارولو سربیره، ددغو ورانکارو ډلو په ضد د څو اړخیزوبندیزونو اعمالول هم په ایجنډا کې راوستي دي .
-
د فلسطین په باب عربی اتحادیه فوري غونډه نشي ترسره کولی
Aug 23, 2020 08:12احمد ابوالغیظ د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په ټيلیفوني خبرواترو کې وئيلي دي ، د عربو هیوادونو د وزیرانو ناسته به د فلسطین په مشرۍ د ستمبر په نهمه نیټه ترسره شي .
-
ایران په بین الافغاني خبرو کې ملګرتیا ته تیاردی
Aug 23, 2020 07:54محمد طاهریان فرد په افغانستان کې د سولې د مشورتي لوئې جرګې وروستیو مصوبو ته په اشارې سره موافقې ته د رسیدا په موخې سره په دغه هیواد کېد بیلابیلو ډلو ټپلو دخبرواترو د ترسره کولو د آسانتیاؤ ضرورت باندې ټينګارکړی او ددغو خبرواترو په ترسره کولو کې ئې د ملګرتیا د وړاندې کولو په خاطر د اسلامی ایران چمتووالی هم اعلان کړ .
-
پر طالب مشرانو دپاکستان بندیز لګول د سولې بهیر ناکاره کوي
Aug 23, 2020 07:17د پاکستان خارجه وزارت پرون په دغه هیواد کې د دترهه ګرو ډلو دسرغنو په ضد د امنیت شورا د بندیزونو دسختولو خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ،په دغو بندیزونو کې طالبان، حقاني چینل ، القاعده ، داعش ، جماعت الاحرار، سپاه صحابه ، جنګوي لښکر ، طیبه لښکر او جیش محمد نومې ډلې شاملیږي چې د دوي شتمنۍضبطې او د دوي درست مالي کریډيټونه هم پيژندل او تړل کیږي .
-
د ملګرو ملتو سرمنشي د هند د مسلمانانو خلاف په توکمیز توپیر نیوکه وکړه
Aug 23, 2020 03:15انتونیو ګوتریش په هندوستان کښې د مسلمانانو خلاف روان توکمیز توپیر باندې سخته نیوکړه کړې ده.