-
ایران په افغانستان کښې د صلحې د لوړولو لپاره په خپلې ژمنې کلک ولاړ دی
Dec 21, 2023 02:03په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي امیرسعید ایرواني وویل: ایران په افغانستان کې د سولې، امنیت او تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره له ګاونډیو هېوادونو، اړوندو شریکانو او ملګرو ملتونو سره د نزدې همکارۍ په برخه کې پر خپلې ژمنې کلک ولاړ دی.
-
د ایران او ارمنستان د اړیکو د پراختیا او د موافقو د اجرا له بهیره د ولسمشر خوښي
Dec 21, 2023 01:35د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د ارمنستان د وزیراعظم د ټیلیفون په ځواب کښې، د حضرت عیسی علیه السلام د میلاد د کلیزې او د نوي میلادي کال د رارسیدو په مبارکۍ ویلو سره، د اړیکو له مخ په پراختیا بهیر او د خپل مینځي موافقو د اجرا له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه.
-
حزب الله: د لبنان پرضد د صهيونېسټ رژيم ګواښونه خالي او د وېرې له امله دي
Dec 20, 2023 08:54العهدنن د یوه راپور له مخې وویل شیخ "علی دعموش" اعلان وکړ د لبنان په وړاندې د اسرائیلو پرله پسې ګواښونه ستومانه او خالی دی او ښیې چې دښمن لالهنده او اندیښمن دی.
-
د ناقانونه کډوالو له ایستلو د پاکستان د موقته وزیراعظم دفاع او د ترهګرۍ د چیلنج دوام
Dec 19, 2023 12:42په داسې حال کښې چې له پاکستانه د غیرقانوني کډوالو په ایستلو باندې نیوکې تراوسه روانې دي، د دغه هیواد موقته وزیراعظم د حکومت د دغې پریکړې او اقدام دفاع وکړه او هغه یې د پاکستان د ملي امنیت په لړ کښې صحیح وبلله.
-
د کنړ په سیند باندې د بند وهلو لپاره د طالبانو پریکړې ته د پاکستان غبرګون
Dec 18, 2023 13:07د پاکستان د بلوچستان د اطلاع رسونې صوبايي وزیر په کنړ سیند باندې د ډیم جوړولو په هکله په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت پریکړه د اسلام آباد خلاف یو غلیمانه اقدام وباله.
-
د ننګرهار په لالپوره ولسوالۍ کې له سلګونه کورنیو سره نغدي مرسته وشوه؛ نور جزئیات په راپور کې واورئ
Dec 18, 2023 12:24چارواکي وایي په دې کورنیو کې هېواد کې راستانه شوي کډوال، بې وزله او بې سرپرسته کورنۍ شاملې دي. نور حال له ننګرهار څخه زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
د «تحریکِ طالبانِ پاکستان» د وسلو د څیړلو لپاره له ملګرو ملتو غوښتنه
Dec 18, 2023 12:08د پاکستان حکومت په ماډرن وسلو د دغه هیواد د تحریکِ طالبان ډلې د سنبالښت په هکله د ملګرو ملتو د تحقیق غوښتنه وکړه.
-
طالبانو په زوره د افغان کډوالو په ایستنې نیوکه کړې ده
Dec 18, 2023 11:33د رییسالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، یو ځل بیا د کډوالو په جبري ایستلو نیوکه کړې او دا یې د ټولو نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
-
جاپان په افغانستان کښې د عفوني ناروغیو د مخنیوي په لړ کښې مرسته کړې
Dec 18, 2023 10:58د روغتیا نړیوال سازمان خبرورکړی چې جاپان هیواد د افغانستان له صحي برخو سره (۶) میلیونه او( ٩٠٠) زره امريکايي ډالره مرسته سره کړي ده .
-
غزه کښې د وژل شویو صهیونیسټي ځمکنیو ځواکونو د مړو شمیر ۱۲۶ ته ورسید
Dec 18, 2023 09:47د صهیونیسټي رژیم رسنیو رپورټ ورکړی چې د غزې په ځمکنۍ جګړه کښې د دغه رژيم د وژل شویو پوځیانو شمیر۱۲۶ ته ورسید.