-
په ایران کې د منافقینو د ترهګریزو ټیمونو د عملیاتو په اړه د صهیونیسټي رسنۍ اعتراف
Jan 12, 2026 09:24پارسټوډې – صهیونیسټي «والا» وېبسایټ په یوه راپور کې په ایران کې په وروستیو پېښو کې د منافقینو ترهګرې ډلې رول وڅېړه او خبر یې ورکړ چې د دغې ډلې فعالې حجرې (هستهګانې) د ایران په ښارونو کې په تخریبي او وسلوالو کړنو کې برخه لري.
-
پاکستان: ټرمپ دې په ایران کې د مداخلې پر ځای، د فلسطینیانو د وژنې مخه ونیسي
Jan 12, 2026 09:01پارسټوډې – د پاکستان دفاع وزیر د ایران په چارو کې د امریکا پر لاسوهنې نیوکه وکړه او له ټرمپ څخه یې وغوښتل چې پر ځای یې په غزه کې د اسرائیلو د جنایتونو د بندولو لپاره اقدام وکړي.
-
قالیباف: د خلکو اعتراضونه اورېدل کېږي؛ خو ترهګري به ونه زغمو
Jan 11, 2026 12:47پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس پر باندې په ټینګار سره چې نن سبا د ایران ملت د وسلوالو ترهګرو پر وړاندې کلک ولاړ دی، وویل: د ملت د بریا بهیر به په دغو ورځو کې خپل اوج ته ورسېږي.
-
عراقچي د امریکا په ځواب کې: یوازې توهم، د اور بلوونکو مصونیت دی
Jan 11, 2026 12:30پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر د واشنګټن له خوا د «تهران د توهم» ادعا رد کړه او ټینګار یې وکړ چې د ایران پر ضد اور بلونه به بېځوابه پاتې نه شي.
-
پزشکیان: ایران له عمان سره په ټولو برخو کې د اړیکو د پراختیا او د دوه اړخیزو هوکړو د پلي کېدو اراده لري
Jan 11, 2026 10:48پارس ټوډې- د ایران ولسمشر وویل: د عمان هېواد، د سیاسي او کلتوري ژورو اشتراکاتو له امله، د ایران لپاره ځانګړی ځای لري او ایران له عمان سره په ټولو برخو کې د اړیکو د پراختیا او د دوه اړخیزو هوکړو د پلي کېدو اراده هم لري.
-
په ایران کې د عامه ځایونو او مالونو پروړاندې د ترهګرو ورانکاره اقدامات
Jan 11, 2026 09:44پارس ټوډې- د ترهګریزو تنظیم شویو اقداماتو له امله، د ایران په څو برخو کې عامه اموال د تخریب موخه وګرځېدل.
-
عراقچي: د بمباریو له طریقه د ټکنالوژۍ له منځه وړل نشي کېدای
Jan 10, 2026 04:01د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ایران پر سوله ایزو اټومي تاسیساتو د امریکا او صهیونیسټي رژیم تیریو ته په اشارې سره وویل چې په دې بریدونو کې زموږ د سوله ایز اټومي پروګرام ځینو تاسیساتو او تجهیزاتو ته زیان ورسېد، مګر د بمباریو له طریقه د ټکنالوژۍ له منځه وړل نشي کېدای.
-
لاریجاني: د ایران په وروستیو پېښو کې د امریکا او صهیونیسټي رژیم لاسوهنې څرګندې دي
Jan 10, 2026 03:57د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني په ایران کې وروستیو ګډوډیو او پېښو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې د ایران په وروستیو پېښو کې د امریکا او صهیونیسټي رژیم لاسوهنې څرګندې او ښکاره دي.
-
د غزې د شهیدانو شمېر ۷۱ زره او ۴۰۹ کسانو ته ورسېد
Jan 10, 2026 03:48په غزه کې د فلسطین روغتیا وزارت په یوه راپور کې ۷۱ زره او ۴۰۹ کسانو ته د غزې د شهیدانو د شمېر رسېدلو خبر ورکړی دی.
-
آنروا: غزې ته د مرستو رسېدل په شدت سره محدود شوي
Jan 10, 2026 03:43فلسطیني بېځایه شويو ته د ملګرو ملتونو د کارموندنې او مرستې رسونې ادارې یا آنروا اعلان کړی چې د صهیونیسټي رژیم د مخنیوي له امله، غزې ته د مرستو رسېدل، په شدت سره محدود شوي دي.