-
پاکستان له افغان طالبانو سره پر خبرواترو ټینګار وکړ
Dec 13, 2024 10:37د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د لیندۍ پر ۲۲مه، په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې هېواد یې له افغان طالبانو سره تعامل او د «پاتې مسایلو» په تړاو خبرواترو ته ژمن دی.
-
ایران په نړیوالو محکمو کې د صهیونیسټي رژیم پر محاکمه کولو ټینګار وکړ
Dec 13, 2024 09:50د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوالو حقوقي چارو مرستیال، د جنګي جنایتونو د ترسره کولو له امله په نړیوالو محکمو کې د صهیونیسټي رژیم د محاکمې پر ضرورت ټینګار وکړ.
-
د ایران او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د بدلونونو په اړه خبرې وکړې
Dec 13, 2024 09:08د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او او د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال عبدالله بن زاید آل نهیان تېره شپه په ټلفوني خبرو کې د سوریې د نویو حالاتو په څېړنې سره، د سوریې د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د دې هېواد د امنیت ساتلو پر ضرورت یې ټینګار وکړ.
-
د ایران سمندري ځواکونه په بشري عملیاتو کې مهم رول لوبوي
Dec 11, 2024 10:11د ایران د سمندري ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایراني، په نوشهر کې د سمندري طب په نړیوال کنفرانس کې د دې په بیان سره چې دغه ځواک په بشر دوستانه عملیاتو کې مهم رول لري وویل: د ایران سمندري ځواکونه په ذاتي تحرک، ملاتړ او لوژستیک سره کولای شي چې د اړتیا وړ مرستې چمتو کولو، د لټون او ژغورنې عملیاتو ترسره کولو لپاره رول ولوبوي.
-
د "ماشې میکانیزم" پلي کولو د ګواښ په اړه، امریکا او اروپايي ټرویکا ته د ایران خبرداری
Dec 11, 2024 09:34په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني په یوه رسمي لیک کې، د اروپایي ټرویکا د تورونو په اړه اعلان وکړ: د « ماشې میکانیزم » د اجرا په تړاو هر ډول ګواښ نه یوازې رغنده نه دی، بلکې د ایران له پرېکنده ځواب سره به مخامخ شي.
-
پزشکیان: د سوریې خلک باید د خپل هیواد د راتلونکي په اړه پریکړه وکړي/ ترکیه له وسله والو سره د امریکا رابطه
Dec 09, 2024 11:30پارس ټوډی- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کښې د رامینځته شویو بدلونونو په باره کښې وویل: د سوریې په حالاتو کښې او د بشار اسد د حکومت د نسکورېدو په لړ کښې هغه څه چې د حیرانتیا وړ وو، له وسله والو ډلو سره د مقابلې لپاره د سوریې د پوځ ناتواني او دویم یې د دغه هېواد د بدلونونو چټکتیا او ګړندیتوب و.
-
په سوریه کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ دوام، د سیمې د هېوادونو امنیت ته ګواښ دی
Dec 07, 2024 02:56د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره په لیدنه کې زیاته کړه، له ترهګرو سره د مبارزې او ماتولو لپاره د سوریې او عراق له حکومتونو سره، د سیمې د ټولو هېوادونو ملاتړ ضروري او حیاتي دی.
-
د ایران د میزایلو د توان او د سوله ایزو اټومي فعالیتونو په اړه د فرانسې د ولسمشر څرګندونې هېڅ منطقي بنسټ نه لري
Dec 07, 2024 02:53د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي د ایران د میزایلو د توان او د سوله ایزو اټومي فعالیتونو په اړه د فرانسې د ولسمشر ایمانوئل مکرون د ادعا په ځواب کې، له نړیوالې سولې او ثبات سره د مرستې لپاره د فرانسې د ولسمشر پر خپلواک او رغنده چلند باندې ټینګار وکړ.
-
عراق د سوریې د حاکمیت پر ساتلو ټینګار وکړ
Dec 07, 2024 02:40د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني پرون د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر بسام صباغ سره په لیدنه کې، یو ځل بیا یې د سوریې د ملت او حکومت ترڅنګ د عراق پر دریځ او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
-
طالبان دې هغه وسله والې ډلې مهار کړي چې پاکستان ته ګواښ پېښوي
Dec 06, 2024 12:53د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي چې، اسلام اباد یو ځل بیا طالبان هڅوي چې د هغو «ترهګرو ډلو او بنسټونو» پر ضد ګام واخلي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.