-
د فلسطین د بدلونونو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سلامشورو دوام / له هنیه سره د امیر عبداللهیان لیدنه
Oct 15, 2023 02:53د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د فلسطین د بدلونونو په اړه د سلامشورو په دوام سره، په دوحه کې د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
-
په لمونځ ګزارو حمله تر ټولو رذیلانه جنایت دی
Oct 14, 2023 00:49زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعانی چافي» په جومات کښې په لمونځ ګزارو او مومنانو باندې برید کول تر ټولو رذیلانه ترهګر جنایت او د اسلام د مبین دین له رښتیونو او رحماني تعلیماتو څخه د دغو ټروریسټي بریدونو د عاملانو د لیرې توب نښه وبلله.
-
د صهیونیسټانو د ماتې غږ د نړیوالو غوږونو ته رسېدلی دی
Oct 11, 2023 11:31د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیسټي رژیم د نه جبرانېدونکې ناکامۍ او جنایتونو د ابعادو په څرګندولو کې د خبریالانو وژل یو خنډ ونه باله او ویې ویل: د صهیونیسټي د غاصب او جعلي رژیم دروغجن او پوشالي بنسټ تر بل هر وخت له زیاتې ماتې سره مخامخ دی او د هغوی د پوځي او استخباراتي ناکامۍ او رسوایۍ غږ د نړۍ غوږونو ته رسېدلی دی.
-
لویدیځ حکومتونه د فلسطین د ولس خلاف له رواني جنګ او درنو تبلیغاتو کار اخلي
Oct 09, 2023 11:04د ایران د خارجه وزارت ویاند د صهیونیسټي رژیم خلاف د حماس د مقاومت ځواکونو د «طوفانالاقصی» عملیاتو په غبرګون کښې څرګنده کړه: لویدیځ حکومتونه او امریکا لاهم د فلسطین د ولس خلاف له پراخ رواني جنګ او درنو تبلیغاتو ګټه پورته کوي.
-
د افغانستان له زلزله ځپلو سره د ایران د ولس د خواخوږۍ څرګندونه
Oct 09, 2023 08:02د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست سره په ټیلیفوني اړیکه کښې د هرات د زلزلې په تړاؤ د ایران د اسلامي جمهوریت د خلکو او حکومت له خوا غمرازي وکړه.
-
د «الاقصی توپان» په اړه د ایران د حکومت د ویاند غبرګون
Oct 08, 2023 02:21د ایران د حکومت ویاند د مقاومتي ځواکونو له خوا د «الاقصی طوفان» عملیاتو ته په غبرګون کې ټینګار وکړ: د ماشومانو د وژلو د رژیم جنایتکارانه اقداماتو ته د فلسطیني ځوانانو ځواکمن ځواب ثابته کړه چې نن سبا صهیونیسټي رژیم تر بل هر وخت زیات د ماتې وړ دی.
-
د الاقصی طوفان له خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره د فلسطیني ملت خودجوشه حرکت دی
Oct 08, 2023 02:07د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني، د الاقصی طوفان عملیات، د خپلو اصلي او نه انکارېدونکي حقوقو د دفاع لپاره د مقاومتي ډلو او د فلسطین د مظلوم ملت خود جوشه حرکت یاد کړ.
-
په حمص کې جنایت؛ په سوریه کې د امریکا په ملاتړ د ترهګرۍ د بیا راژوندي کېدو احتمال زیات شوی دی
Oct 06, 2023 12:06پرون (د اکتوبر په ۵ مه) د سوریې په شمال لوېدیځ، په حمص ولایت کې د افسرانو پر یوه پوځي مرکز د فراغت په مراسمو کې ترهګزیز برید لږ تر لږه ۸۰ تنه ووژل او تر ۲۴۰ زیات یې ټپیان کړل.
-
امیر عبداللهیان د حمص ولایت پر یوه پوځي مرکز باندې د ترهګریز برید له امله د سوریې له ملت سره خواخوږي څرګنده کړه
Oct 06, 2023 09:48د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل سوري سیال سره په ټلفوني خبرو کې د سوریې په حمص ولایت کې پر یوه پوځي مرکز باندې ترهګره حمله وغندله.
-
د تهران او ریاض اړیکې په خپلې لارې روانې دي
Oct 04, 2023 11:46د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عربستان د الاتحاد او د ایران د سپاهان فټبال کلبونو ترمینځ د سیالۍ د پيښو په هکله وویل چې د تهران او ریاض اړیکې په خپلې سمې لارې روانې دي پریښودل نه دي پکار چې فټبال په سیاسي اړم بدل شي.