• که امریکا رښتیا وايي نو  بایکاټونه دې پاې ته ورسوي

    که امریکا رښتیا وايي نو بایکاټونه دې پاې ته ورسوي

    May 05, 2020 11:34

    زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره له ایران سره د مرستې لپاره د واشنګټن د مرستو په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ ادعا ته په غبرګون کښې وویل که چیرې امریکا رښتیا وايي یوازنۍ لاره دا ده چې د ایران پرضد غیر قانوني بایکاټونه پاې ته ورسوي .

  • ایران جرمني ته څلویښت زره کیټونه واستول

    ایران جرمني ته څلویښت زره کیټونه واستول

    May 05, 2020 10:31

    زمونږ خبریال وايي له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د ایران د یوه(۱) پوه بنسټه شرکت لخوا د سیرولوژي د تشخیص د کیټونو لومړنی پیټی چې څلویښت زره (۴۰۰۰۰) کیټونه پکښې شامل وو جرمني ته صادر شو .

  • له کورونا ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د ملګرتیا ضرورت :-

    له کورونا ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د ملګرتیا ضرورت :-

    May 05, 2020 10:16

    د اقتصادي ترهګرۍ په چوکاټ کښې په ملتونو د دبانو راوستل او پوځي ګواښ باید خپل ځاې له حقیقي او ګډو ګواښونو سره د مبارزې لپاره دوه اړخیزه ،څو اړخیزه او نړیوالو ملګرتیاو ته ورکړي .

  • د پاکستان نور ښاریز په کورونا ویروس ککړ شوي

    د پاکستان نور ښاریز په کورونا ویروس ککړ شوي

    May 05, 2020 09:27

    زمونږ خبریال وايي د پاکستان یوسل پینځه (۱۰۵) ښاریز چې له متحده عربي اماراتو څخه هیواد ته ورستانه شوي دي په کورونا ویروس ککړ دي .

  • د افغانستان حکومت د طالبانو سل نور بندیان خوشي کړل

    د افغانستان حکومت د طالبانو سل نور بندیان خوشي کړل

    May 05, 2020 09:12

    زمونږ خبریال وایي د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل د طالبانو څه د پاسه سل (۱۰۰) بندیان د کورونا د کنټرولولو او د سولې لپاره د هڅو په لړ کښې له زندان څخه خوشي شول .

  • اسلامي ایران افغانستان ته لس زره ماسکونه ډالۍ کړل

    اسلامي ایران افغانستان ته لس زره ماسکونه ډالۍ کړل

    May 05, 2020 08:53

    زمونږ خبریال وايي د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د کورونا ویروس خپریدا او د روغتیا او طبي تجهیزاتو او شیانو ته د دغه هیواد اړتیا ته په پام سره افغانستان ته لس زره (۱۰۰۰۰)ماسکونه واستول .

  • کورونا ویروس د  بریتانیا ۲۳ فیصده کسان بې کاره کړي

    کورونا ویروس د بریتانیا ۲۳ فیصده کسان بې کاره کړي

    May 05, 2020 08:20

    اینډي پینډینټ ( Independent) ورځپاڼې راپور ورکړ د بریتانیا د کار د بازار نوي اطلاعات وايي د کورونا ویروس په خپریدا سره د هیواد کابو درویشت (۲۳) فیصده خلک بې روزګاره رشوي دي .

  • د پاکستان جوماتونه د قوانینو خلاف ورزۍ کوي

    د پاکستان جوماتونه د قوانینو خلاف ورزۍ کوي

    May 05, 2020 08:13

    زمونږ خبریال وايي د کورونا ویروس پرضد د حفاظتي اقداماتو په ارتباط د شل (۲۰) ماده ییزه لارښوونو له اجرايي کیدا وروسته د پاکستان په پنډۍ سیمه کښې د دوه سوه پنځوسو(۲۵۰) جوماتونو او د امامباړو په هکله یوه(۱) راپور په اکثره عبادت ځایونو کښې د قانون د نا رعایتونول چارې په ګوته کړي دي .

  • ایران د نړۍ هیوادونو ته د کورونا کیټونه صادروي

    ایران د نړۍ هیوادونو ته د کورونا کیټونه صادروي

    May 05, 2020 06:59

    زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر د علمي او د ټیکنالوژۍ د چارو مرستیال «مهدي قلعه نوي» نن په تهران کښې نورو هیوادونو ته له کورونا ویروس سره د مقابلې او د تشخیص په ارتباط د لس (۱۰) فیصده تولیداتو د صادرولو لپاره د پوه بنسټه شرکتونو د چمتو والي خبر ورکړ .

  • په ایران کښې د کرونا د ناروغانو په هکله وروستي معلومات

    په ایران کښې د کرونا د ناروغانو په هکله وروستي معلومات

    May 05, 2020 03:04

    د ایران د روغتیا وزارت پرون وویل چې تراوسه په هیواد کښې د کرونا 79 زره او 397 ناروغان ښه شوې دي چې د ټولو ناروغانو نزدې اتیا فیصده کیږي.